د هند هوايي ځواک ته هېواد کې دننه رغول شوې الوتکه ورکړل شوه

هند په خپل هوايي ځواک کې هغه تېجس نومي الوتکه شامله کړې، چې ۳۱ کاله مخکې یې د رغاونې چاره پیل کړې وه.
دغه الوتکه هندوستان ایروناټکس نومي شرکت رغولې او دا په هند کې طرح شوې لومړنۍ جنګي الوتکه ده. تمه کېږي، چې تېجس به چې د نوم معنی یې رادیواکتیف ده، د روسي میګ ۲۱ ډوله الوتکو پر ځای کارول کېږي، چې ډېرې زړې شوې دي.
ایچ اې ایل شرکت د جمعې په ورځ دوې دغه ډول الوتکې د هند هوايي ځواک ته وسپارلې.
هند ۱۹۶۱ کال کې ایچ ایف ماروت نومي جنګې الوتکه په هېواد کې دننه رغولې وه. که څه هم تېجس په هند کې ډیزاین شوې، خو ماشین او راډار یې له بهره وارد شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
۲۰۱۱ کال کې هندوستان ایروناټکس کمپنۍ وویل، چې دغه الوتکه د الوت لپاره چمتو ده او اوس یې هوايي ځواک ته وسپارله.
د هند پي ټي ای خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د سږ کال اوږدو کې به د هند هوايي ځواک دغه ډول شپږ الوتکې شاملې کړي او راتلونکی کال به اته نورې تېجس الوتکې شاملې کړي.
د هند دفاعي چارواکي وايي تېجس د یوه ماشین لرونکې داسې الوتکه ده، چې د سپک وزن له کبله نړۍ کې بې سارې ده.
دغه الوتکه داسې وسلې لېږدولای شي، چې له هوا نه په هوا کې او له هوا نه پر ځمکې ګوزار کولای شي.








