د ورکې شوې مصرۍ الوتکې لټون هڅې پراخې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty
د مدیترانې سمندر پر هوا د مصرۍ الوتکې د ورکېدو په دویمه ورځ د لټون چارې روانې دي. د یونان د کارپاتوس ټاپو ته څېرمه په روانو عملیاتو کې د یونان، مصر، فرانسې او بریتانیا پوځيان برخه لري.
د ایم ایس – ۸۰۴ نمبر الوتنه له ۶۶ مسافرو او خدمې سره له پاریس نه قاهرې ته راتله چې د پنجشنبې ورځې په لومړیو کې ورکه شوه.
یوناني چارواکو ویلي، رادار ښوولې چې د اې-۳۲۰ ایربس الوتکه سمندر ته له غورځېدو وړاندې دوه ځله چورلېدلې او ورپسې ۷۶۲۰ متره راټیټه شوې ده.
مصري چارواکي وايي، د الوتکې نسکورېدو لامل په تړاو د تخنیکي ستونزې په پرتله د ترهګریز فعالیت پله درنه ده.
خو د رادار له پردې تر ورکېدو څه باندې ۲۴ ساعته وروسته، هېڅ یوه ډلې ددې الوتکې ورکېدو په تړاو څه نه دي ویلي. الوتکه کې ډېری د فرانسې او یا مصر وګړي وو.
تراوسه د الوتکې هېڅ ټوټه نه ده موندل شوې. د مصري چارواکو په حواله د پنجشنبې ورځې راپورونه چې د الوتکې پاتې شوني موندل شوي، وروسته ناسم وختل.

د یونان د هوایي پېښو یوه څېړونکي اتناسیوس بینیس وویل، د کارپاتوس ټاپو ته څېرمه د ژغورنې جاکټونو په ګډون موندل شوي توکي تر ارزولو وروسته ثابت شول چې د ایربس-۳۲۰ اړوند نه دي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د خپل هېواد هوایي چلند ادارې، د ژغورنې او پلټنې پوځي ادارې، سمندري او هوایي ځواکونو ته امر کړی چې د الوتکې د پاتې شونو موندلو لپاره ټول لازم ګامونه پورته کړي.
د فرانسې د هوایي پېښو د ارزونې ادارې خپل درې څېړونکي د ایربس له تخنیکي سلاکارانو سره سیمې ته استولي دي ترڅو له مصري چارواکو سره پلټنو کې ملګري شي.

د عکس سرچینه، Reuters








