د بغداد خونړي برید د قربانیانو شمېر ۱۶۵ ته ورسېد

د عکس سرچینه،
په داسې حال کې چې د عراق حکومت د امنیت د خوندي کولو ژمنه کړې، بغداد کې د یکشنبې ورځې د خونړي ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۱۶۵ او د ټپیانو شمېر ۲۲۵ کسانو ته رسېدلی.
د عراق حکومت د دغه خونړي برید له کبله په ټول هېواد کې درې ورځې ملي ویر اعلان کړی دی.
لومړی بريد په یوې لارۍ کې د چاودېدونکو توکو په وسيله يوه رسټورانټ ته نژدې د ګڼې ګوڼې په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شو چې خلکو د اختر لپاره خریداري کوله.
ژغورونکي وايي په دې برید کې د کورنیو بشپړي غړي وژل شوي او ځینې قربانیان دومره سوځېدلي چې نه پېژندل کېږي.
اسلامي دولت نومې ډلې د دغو بريدو پړه پر غاړه اخيستې ده.
د عراق لومړی وزیر سیمې ته ورغلی و خو د خلکو له نیوکو سره مخ شو.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
دا برید په داسې وخت کې تر سره شوی چې څو ورځې وړاندې عراقي ځواکونو له داعش نه د فلوجې ښار نیول عملیات تر سره کړل. د فلوجې ښار له ډېرې مودې راهیسې د داعش په ولکه کې و.
عراقي چارواکي وايي، داعش پر بغداد د برید لپاره له فلوجې ګټه اخسته.
د رپوټونو له مخې، د کرادې سیمې په چاودنه کې چاودېدونکي توکي په یوه یخچال کې ځای پرځای شوي و چې یوه پر یوه موټر بار و.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، EPA
دا په روان میلادي کال کې ترټولو خونړۍ برید و.
اسوشېټډ پرېس د عراقي چارواکو په حواله ویلي چې په کراده کې چاودنه کې تر ډېره ماشومان وژل شوي دي.
په وروستیو څو مياشتو کې "اسلامي دولت" نومې ډلې د عراق په بېلا بېلو برخو کې دې ته ورته بريدونه ترسره کړي، چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AP








