عراق کې د "اسلامي دولت" دوه جګپوړي مشران "وژل شوي"

د عراق پوځ د موصل بېرته نیولو جګړې ته چمتووالی نیسي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د عراق پوځ د موصل بېرته نیولو جګړې ته چمتووالی نیسي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، د عراق موصل ښار ته څېرمه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف هوايي برید کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې دوه جګپوړي پوځي مشران وژل شوي دي.

د امریکا ددفاع وزارت (پنتاګون) ویاند پیټر کوک ویلي، په وژل شویو کې یو د دغې ډلې د "جګړې وزیر" دی، چې په ۲۰۱۴ کال د موصل د نیولو څارنه یې پرغاړه وه او یو بل مشر دی.

د امریکا په مشرۍ د ایتلاف هوايي بریدونو په عراق کې د "اسلامي دولت" ډلې د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

د عراق پوځ د موصل بېرته نیولو جګړې ته چمتووالی نیسي.

د داعش د یوه وژل شوي مشر نوم محمد احمد سلطان البجاري یاد شوی، چې ویل کېږي د القاعدې شبکې غړی و او په ځانمرګو بریدونو کې یې له کورنیو توکو چاودېدونکي توکي جوړول او په دې برخه کې یې تخصص درلود.

د دویم وژل شوي مشر نوم حاتم طالب الحمدوني ښودل شوی، چې د موصل ښار لپاره د "اسلامي دولت" ډلې له جګپوړو پوځي مشرانو څخه و او په سیمه کې یې د پوځي پولیسو مشري هم کوله.

کوک وايي، په تېره یوه میاشت کې ددغو دوو مشرانو او د "اسلامي دولت" د نورو مشرانو وژل کېدو په موصل کې ددوی مورال ډېر کمزوری کړی دی.

دی وايي، دغه مشران د جون پر ۲۵مه په نښه شوي دي.

موصل د عراق دویم لوی ښار دی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د "اسلامي دولت" ډلې په لاس کې دی.

مخکې له دې چې موصل ته دغه ډله ننوځي، په دې ښار کې شاوخوا دوه میلیونه وګړي اوسېدل.