هند د څلورو ډالرو په بیه ځیرک تیلیفون جوړ کړی

د "رینګېنګ بېلز" په نامه یوه هندي شرکت د ۲۵۱ هندي روپیو (چې نژدې څلور ډالر کېږي) مقابل کې د (فریډم ۲۵۱) په نامه موبایل جوړ کړی، چې په انډرویډ چلیځ سیستم کار کوي.
دغه موبایل په شکل کې د امریکايي اپل شرکت "ایفون ۵" ته ورته دی.
د هندي شرکت دغه جوړ موبایل شا او مخ ته کامرې لري، ښیښه یې څلور انچه ده، اته جي بي داخلي میموري لري، چې تر ۳۲ ګېګا بایټه پورې لوړېدلی شي او یو جي بي رېم پکې ځای پرځای شوی.
دغه نوی تیلیفون په سپین او تور رنګونو کې راوتلی.
د فعالیت سیستم یې د نورو پرمختللو ځیرکو تیلیفونونو په څېر دی، خو د هغوی پرتله یې ځینې اپلیکیشنونه کم دي، د ماشین حساب، د موسیقي غږوونکی، د انټرنېټ لټونګر او د برېښنالیک اسانتیاوې له وړاندې پکې ځای پر ځای شوې دي.


یاد شرکت وايي، لومړی تولید به یې له پوره څېړنې او دقت وروسته د جولای میاشتې له ۳۰ وروسته بازار ته راووځي.
خو ځینې خلک دا اندېښنه لري، چې شاید دغه شرکت د میلیونونو تیلیفونونو تولیدونو توان ونه لري.
د هندي پارلمان غړی کیریت سومایا وايي تر اوسه ددغه موبایل تود هرکلی شوی، خو د هند د ځیرکو تیلیفونونو د ټولنې مشر وايي، شاید د دغه موبایل بیه "یوه ټوکه او یا تېر ایستنه" وي.
خو ددغه شرکت بنسټګر او اجرایوي مشر موهیت ګویل بیا دا ډول ګومانونه ردوي.
ګویل وايي، د دوی دا تصمیم په عملي کېدو دی چې تر ټولو د ټیټ قیمت موبایل بازار ته راوباسي.
هند په نړۍ کې د ګرځنده تیلیفونونو دویم لوی بازار ګڼل کېږي، چې ویل کېږي د موبایل شاوخوا دوه میلیارده ګډونوال پکې دي.

پر انټرنېټ له ۷۰ میلیون ډېرو کسانو د موبایل ترلاسه کولو غوښتنې کړې، همدا وو چې د شرکت وېبپاڼه له کاره ولوېده.
ویل کېږي چې په لومړي سر کې به بازار ته ۲۰۰۰۰۰ موبایلونه راووځي.









