هند د نړۍ "تر ټولو ارزانه" ځيرک ټليفون جوړ کړی

د عکس سرچینه، AP
يوې هندۍ کمپنۍ داسې ځيرک ټليفون بازار ته وړاندې کړى دى چې د نړۍ تر ټولو ارزانه ځيرک يا سمارټ موبايل بلل کېږي.
دا ټليفون د رينگنگ بېلز په نوم کمپنۍ جوړ کړى دى، چې د فريډم ٢٥١ په نوم يې ياد کړى.
لومړى د دې بيه ٥٠٠ هندۍ روپۍ اعلان شوې وه، خو بازار ته د وړاندې کولو پر مهال کمپنۍ وويل چې دا به ٢٥١ روپۍ بيه ولري چې نژدې څلور ډالره کېږي.
دا ټليفون اته جي بي دى او کمره هم لري.
هندوستان د نړۍ په کچه د موبايل ټليفونونو کارونې په لړ کې دويم لوى هېواد دى، چې له يو ميليارد نه زيات کسان په کې موبايلونه کاروي.
د دغې کمپنۍ وياندې د اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي دي "چې دا موبايل ټليفون به د مخابراتو په ډگر کې انقلاب راولي".
دې ويلي اوس مهال دا کمپنۍ موبايل کې کارېدونکې پرزې له بهره راوړي، خو غواړي چې راتلونکي يوه کال کې د هېواد دننه د دې پرزو جوړول پيل کړي".
د رېنگنگ بيلز کمپنۍ څو مياشتې وړاندې جوړه شوې او له دې مخکې يې د ۴ جي ټکنالوژۍ تر ټولو ارزانه ځيرک ټليفون يې هم بازار ته وړاندې کړى و.








