جرمني کې پر سینما برید کونکی سړی وژل شوی

د عکس سرچینه،
د جرمني کورنیو چارو ایالتي وزیر وايي هغه مخ پټي بریدګر وژل شوی، چې د دغه هېواد لوېدیځ په یوه سینما کې یې ډزې وکړې. پېټربیوت د هېسینز ایالتي پارلمان ته وویل د ډزو په اړه له معلوماتو تر لاسه کولو وروسته پولیس فرانکفورټ ته نژدې وایرنهیم سیمې کې کینیوفولیس نومي سیمنا ته ننوتل.
هغه وايي:
'' پولیسو فکر کاوه، چې بریدګر هلته خلک یرغمل کړي دي او له دې کبله دغه بریدګر ووژل شو.''
د نوموړي په وینا پېښه کې نور چا ته زیان نه دی اوښتی. خو رپوټونه وايي، یو شمېر خلک د سینما ودانۍ ته د ننوتو پر مهال د اوښلن ګاز کارېدو له کبله ځورېدلي دي.
د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال له دغې رامنځته کېدونکې پېښې وروسته ګڼ شمېر پولیس سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
د فرانکفرټر الګیماین ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، تر اوسه معلومه نه ده، چې دا د غلا یوه پېښه وه او که کوم سیاسي یا ایډیالوژیک هدف یې درلود.
د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال له دغې رامنځته کېدونکې پېښې وروسته ګڼ شمېر پولیس سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
د فرانکفرټر الګیماین ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، 'تر اوسه معلومه نه ده، چې دا د غلا یوه پېښه وه او که کوم سیاسي یا ایډیالوژیک هدف یې درلود.'
د وزیر په وینا پولیسو ته یو چا زنګ وهلی و او د یوه مخ پټي سړي په اړه یې ورته ویلي و چې اوږد ټوپک یې په لاس کې دی او معلومه نه ده، چې ټوپک اصلي دی که جعلي:
''ټیلیفون کونکي وویل، څلور ډزې یې اورېدلې او بریدګر ذهناً نارمل نه معلومیږي او د پولیسو ځانګړي ځواکونه وغوښتل شول.''








