د بحرین امنیتي ځواکونو ۱۱ تنه تښتېدلي زندانیان بېرته نیولي

د عکس سرچینه، Getty
د بحرین امنیتي ځواکونه وایي، دوی توانېدلي د هغو ۱۷ زندانیانو له ډلې ۱۱ تنه ونیسي چې څو ورځې وړاندې د پلازمېنې منامې له یوه زندان نه تښتېدلي وو.
د بحرین دولت خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې پاتې شپږو کسانو ته پناه ورنکړي.
لا څرګنده نه ده چې دغه زندانیان د حکومت سیاسي مخالفینو له ډلې و یا په غیر سیاسي تورونو محکوم شوي و.
بحرین پنځه کاله وړاندې د دیموکراسي غوښتونکي اعتراضونو تر ځپلو وروسته، سیاسي او ټولنیزو ناارامیو سره مخ ده.




