د جرمني پارلمان ترکیه کې د ارمنیانو وژنه 'نسل وژنه' وبلله

د پرېکړه لیک ملاتړ د جرمني پارلمان مخې ته د جرمني او ارمنستان بیرغونه ورپول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پرېکړه لیک ملاتړ د جرمني پارلمان مخې ته د جرمني او ارمنستان بیرغونه ورپول.

د جرمني پارلمان (بونډستاګ) د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره په ترکیه کې د عثماني خلافت پرمهال د ارمنیانو وژنه "نسل وژنه وبلله".

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د رایو ورکولو پرمهال په پارلمان کې نه وه، که څه هم د دیموکراتو مسیحیانو حاکم ایتلاف او سوسیال دیموکراتانو له دې پرېکړه لیک ملاتړ کړی دی. د حاکم ګوند د ایتلاف غړي زرغون ګوند ددې پرېکړه لیک مسوده برابره کړه.

د کډوالو پر سر د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ خبرو کې جرمني محوري رول لري او ترکیې خبرداری ورکړی چې د ارمنیانو وژنه، نسل وژنه وبلل شي، د جرمني او ترکیې ترمنځ اړیکې زیانمنوي.

ارمنیان وایي، په ۱۹۱۵ کال کې د اوسني ترکیې ۱،۵ میلیونه ارمنیان د عثماني امپراتورۍ د پوځ د اقداماتو له امله وژل شوي او مړه شوي دي.

ترکیه دا شمېره ناسمه بولي او د ارمني اقلیت توکمیزې تصفیې لپاره پلان شوی خوځښت ردوي. ترکیه همداراز پردې ټینګار کوي چې د عثماني ترکیې په نسکورېدو مهال کړکېچونو کې ډېرو ترکانو هم خپل ژوند بایللی دی.

ډېری ارمنیان د بایر دښتو ته تبعید شوي و او د لوږې او تندې له امله مړه شول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډېری ارمنیان د بایر دښتو ته تبعید شوي و او د لوږې او تندې له امله مړه شول.