د جرمني لومړۍ وزیره ترکیه کې د سوري کډوالو کمپ ته ورځي

د عکس سرچینه، Reuters
د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا میرکل د اروپایي ټولنې له یوه لوړپوړي پلاوي سره نن په ترکیه کې د سوري کډوالو له پنډغالي لیدنه کوي.
مېرمن میرکل ویلي، د سوریې پولې ته نژدې غازي عینتاب سیمه کې له دې کمپ څخه لیدنه د سوري کډوالو د ژوند وضعیت کتنه ده.
د بي بي سي خبریال وایي، د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ پر وروستۍ هوکړې ټینګار هم ددې کتنې له لاملونو دی.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د دې هوکړې پر قانوني والي اندېښنه وښوده.
د بشري حقونو ډلې هم وایي، ترکیه د کډوالو ستنولو لپاره امن هېواد نه دی.
ددې هوکړې له مخې، هغه کډوال چې ځان یونان ته رسوي، که د هغوی د پناه غوښتنه رد شي، بېرته ترکیې ته استول کېږي. ترکیې ته هر سوري کډوال د بېرته ستنولو په بدل کې بل سوري کډوال ته چې د ترکیې په کمپونو کې دېره وي، اروپایي هېوادونو کې د اوسېدو اسانتیا برابرېږي.
همداراز اروپایي ټولنې منلې چې د ترکیې اتباعو د ویزې محدودیت لمنځه یوسي.
تمه کېږي چې په دې سفر کې د ویزې لغوه کېدو پر مسالې هم بحث وشي.
د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ګواښ کړی که په دې برخه کې پرمختګ ونه شي، هېواد به یې دې هوکړې ته ژمن نه وي.








