د کښتيو چپه کېدو له امله له "۷۰۰ زيات کډوال ډوب شوي"

د عکس سرچینه، EPA
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي په تېرو څو ورځو کې د ليبيا سمندرغاړې ته نژدې د کډوالو د کښتيو د ډوبېدو په پېښو کې له ۷۰۰ زياتو کسانو د مرګ وېره ده.
اروپا ته د تلونکو کډوالو دغه کښتۍ د چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې پر ورځو د ايتاليا په جنوب کې ډوبې شوې دي.
بلخوا، د ايټاليا د چارواکو په وينا، د اروپايي ټولنې کښتيو تېره اوونۍ نژدې ۱۳ زره کډوال ژغورلي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادراې وياند کارلوټا سمي په وينا د چارشنبې په ورځ د کښتيو د ډوبېدو له امله ۱۰۰ تنه کډوال ورک شوي دي.
د دغه وياند په وينا، د چارشنبې په ورځ د ليبيا له بندرونو تلونکې کښتۍ د پنجشنبې پر سهار چپه شوې دي، چې نور ۵۵۰ کډوال په کې لادرکه شوي.
نوموړی وايي، درېيمه پېښه د جمعې په ورځ رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې يې ۱۳۵ تنه ژغورل شوي او د ۴۵ تنو مړي له اوبو ايستل شوي دي.

د عکس سرچینه، Marina Militare via AP
دی زياتوي، تراوسه د لادرکه شويو کسانو کره شمېر نه دی معلوم.
بلخوا د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، په يوه اوونۍ کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
ژغورل شوي کسان د ايټاليا ساحلي سيمو ته لېږدول کېږي.
ايټالوي چارواکي وايي، د شنبې پر ورځ (۲۸ مې) د ليبيا سمندر غاړې ته نژدې د اروپايي ټولنې کښتيو ۶۰۰ کډوال ژغورلي، چې په روانه اوونۍ کې د ژغورل شويو کسانو شمېر لږ ترلږه ۱۳ زرو تنو ته رسېږي.








