د اروپا کډوالو کړکېچ؛ 'د سر په بیه هم له یونانه ترکیې ته نه ورگرځو'

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, پاينده څرگند
- دنده, بي بي سي، لندن
د افغانستان او سوریې یو شمېر کډوال وگړي چې له یونانه ترکیې ته د لېږدول کېدو له گواښ سره مخامخ دي، وايي ځانوژنې ته چمتو دي، خو د اروپايي ټولنې له پولو به وتلو ته غاړه کېنږدي.
د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ له یوې لانجمنې هوکړې وروسته د روانې اونۍ په پیل کې د کابو ۲۰۰ تنو کډوالو لومړۍ ډله، چې ډېری یې پاکستانیان وو، له یونانه ترکیې ته واستول شوه.
د برېتانیې گارډین ورځپاڼې له یو شمېر هغو کډوالو سره خبرې کړي، چې د ځانوژنې گواښ یې کړی دی.
د کابل اوسېدونکي ثواب نوري چې د یونان د چیوس په کمپ کې بند کې دی، گارډین ورځپاڼې ته ویلي، که چارواکي وغواړي دوی بېرته واستوي، نو دی به ځانوژنه وکړي.
یوه بل سړي هم چې د ده څنگ ته ناست و گواښ کړی چې که یونان خپلو هغو سیاستونو ته چې د بشري حقونو د ډلو ترمنځ یې ډار اچولی، ادامه ورکړي، "موږ به له وېرې ډکو صحنو شاهدان واوسو."
دغه کس چې ځان یې حکیمي معرفي کړى، ويلي دوی ترهگر نه دي، کډوال دي.

د عکس سرچینه، AFP
ده ادعا کړې چې په کمپ کې وضعیت ډېر خراب دی؛ اوبه نشته، او هغوی میندوارې مېرمنې وهي. حکیمي پوښتلي چې له دوی سره ولې داسې چلند کېږي، د دوی یوازینۍ غوښتنه د پناه اخستل دي.
د ځانوژنې هڅو ته ورته غږونه دا اونۍ د لسبوس له ټاپو هم د کډوالو له منځه راپورته شول.
هغو لیکونو کې چې داوطلبو مرستندویانو د دغه کمپ له منځه گارډین پورې رسولي، لیکل شوي و، د دې پر ځای چې بېرته ترکیې ته واستول شي، چمتو دي ځانوژنه وکړي.
د ملگرو ملتونو سازمان وویل، تېره اونۍ د کډوالو منځ کې داسې کسان وو چې غوښتل یې یونان کې پناه وغواړي خو ترکیې ته وانه ستول شي، خو یوناني چارواکو دا موقع نه ده ورکړې.
گارډین ویلي له دغو ۱۳ کسانو سره چې د یونان له چیوس ټاپو اېستل شوي او اوس د ترکیې په یوه لرې پراته، پهلوان قوي کمپ کې په بند کې دي، چارواکي خبریالانو ته اجازه نه ورکوي له هغوی سره خبرې وکړي.
بلخوا نن یونان د کډوالو دویمه ډله بېرته ترکیې ته واستوله. په دغه ډله ۴۵ پاکستاني کډوال وو چې د ترکیې او اروپایي ټولنې د هوکړې له مخې بېرته ترکیې ته واستول شول.
دا کډوال د لسبوس له ټاپو د ترکیې دیکیلي بندر ته ولېږدول شول. یوناني چارواکو ویلي، له دغو کسانو هېڅ یوه یې د پناه غوښتنه نه وه کړې.
د کډوالو ملاتړ ډلو هڅه وکړه د لامبو وهلو له لارې د هغو کښتۍ مخه ونیسي چې دا کډوال یې له یونانه ترکیې لېږدول.
د کډوالو لومړۍ ډله د دوشنبې په ورځ ترکیې ته واستول شوه چې شمېر یې ۲۰۰ کسانو ته رسېده او ترډېره پاکستانیان وو.








