جرمني: تېر کال نژدې ۶۰۰۰ کډوال ماشومان لادرکه شوي'

د عکس سرچینه، Tom Pilston
د 'ګارډین' ورځپاڼه خبر ورکوي چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي تېر کال نژدې شپږ زره ماشومان او کم عُمره کډوال دغه هېواد ته له رسېدو وروسته لادرکه دي. د دغه وزارت ویندوی جوانیس ډېمورت ویلي سره له دې چې دا مسله دوی ته جدي ده خو د معلوماتو د ټولېدنې د مرکز نشتوالي د قضیو د تعقیبولو چاره ټکنۍ کړې ده.
ملګرو ملتونو هم د زرګونو کډوالو ماشومانو په هکله د معلوماتو پر نه-شتون اندېښنه څرګنده کړې.
پر همدې مهال، د انسانانو قاچاق وړونکي او مجرمان هڅه کوي له هغو زرګونو زیان- منونکو ماشومانو ګټه پورته کړي چې د کډوالۍ پر لیکو د اروپا پر لور خوځېدلي.
د 'ګارډین' ورځپاڼې په لیکنه د دغه ناورین کره کچه لا هم نه ده معلومه. اروپا کې د کډوالو د ثبتولو نیمګړی او تر فشار لاندې سیستم د هغو ماشومانو ښکاره انځور نه لري چې د دوی سمندر غاړو پورې ځانونه رسوي، نه هم د هغوی پر تګ- لیکې څار لري.

د عکس سرچینه، Getty
له ۶۰۰۰ ماشومانو چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یې ورکېدل تایید کړي، د ګارډین په لیکنه ځینو به یې ځانونه له دې ډاره چې چارواکي یې قید نه کړي، بیخي راجستر کړي نه وي، او ځیني نور به بیا له خپلو کورنیو سره یوځای شوي وي. دا اندېښنه هم شته چې ځینې به د قاچاق وړونکو لاسونو ته لوېدلي وي او یا کېدی شي زرګونو نورو ته د مجرمانو له خوا ګواښ پېښ وي.
اروپايي اتحادیې اټکل کړی چې لږ تر لږه لس زره ماشوم کډوال وروسته له دې چې د اروپا وچې ته رسېدلي ورک شوي. دا په داسې حال کې ده چې د د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره UNICEF کارکوونکې سېرا کرو وايي شمېر یې تر دې هم ډېر دی.
مېرمن کرو چې اروپايي چارو او د کډوالو د ناورین په برخه کې د ملګرو ملتونو نړیواله ویانده ده ګارډین ته ویلي ''ماشومان د لیدو وړ نه دي او دا چې شمېر یې نه دی معلوم، همدا یې لامل دی چې ماشومان زیان منونکي دي''.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت هم منلې چې کېدی شي شمېرې تر دې هم لوړې وي. د دغه وزارت ویندوی جوانیس ډېمورت ویلي دوی دا مسله جدي نیسي خو د معلوماتو د ټولېدنې د مرکز نشتوالي د قضیو د تعقیبولو چاره ټکنۍ کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
بریتانیا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارېUNICEF اجرائیه مرستیالې لیلي کپراني ویلي ''موږ پوهېږو چې د زرګونو ماشومانو شمېر نه دی معلوم او تر ټولو وېروونکې خو دا ده چې موږ نه پوهېږو دوی چېرې دي او په دوی څه شوي، او د معلوماتو نشتوالی باید موږ ډېر ووېروي''.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي ډېری ورک ماشومان د سوریې، افغانستان، ایریتریا، مراکش او الجزایر دي چې نژدې ۵۵۰ کسان یې تر ۱۴ کلونو ټیټ دي.
فکر کېږي لږ تر لږه ۲۰۰۰ نور یوازې ماشومان یونان کې ګیر پاتې دي. ځینې وروسته له دې چې لوXدیځې اروپا ته د تګ ځکمنۍ لارې بندې شوې، په کوڅو کې څملي.

د عکس سرچینه، AFP








