ایران ته د طالبانو مشر ملا اختر منصور د "سفر" په تړاو د تهران غبرګون

د عکس سرچینه،
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند حسین جابر انصاري، د امریکا بې پیلوټه الوتکې د برید په ورځ پاکستان ته له ایران څخه د طالبانو د مشر ملا اختر منصور د تېرېدو ادعا په غبرګون کې ویلي، "د اسلامي جمهوريت اړونده مراجع ردوي چې داسې کس دې په داسې تاریخ دې د ایران له پولې پاکستان ته اوښتی وي."
د پاکستان خاوره کې د امریکا په بې پیلوټه برید کې د طالبانو د مشر وژل کېدو خبر تر خپرېدو وروسته، ددغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې د برید په سیمه کې یو پاسپورت موندل شوی چې ښيي لرونکي یې ایران ته سفر کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، کوم نوم چې په دغه پاسپورت کې لیکل شوی "محمد ولي" دی او ددغه پاسپورت مالک په همغه ورځ د تفتان له پولې له ایران څخه پاکستان ته اوښتی دی.
کوم عکس چې پر دغه پاکستاني پاسپورت لیدل کېږي، د ملا اختر منصور شته انځور ته ورته دی.
د ښاغلي جابر انصاري په خبرو کې د طالبانو د مشر نوم نه دی اخستل شوی او یواځې ویل شوي چې "داسې کس" ایران ته سفر نه دی کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز په هغه نېټه چې پاکستان یې یادونه کړې کې د سفر ترسره کېدل رد کړي او په بل تاریخ کې یې د سفر د احتمال په اړه هم څه نه دي ویلي.
ښاغلي انصاري په دوو وروستیو ورځو کې د بدلونونو په غبرګون کې ویلی، "د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر لور د هر ګام هرکلی کوي."
د امریکا دفاع وزارت د شنبې په شبه (مې ۲۱مه) په یوه بیانیه کې وویل چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په شخصي امر هغه موټر په نښه شوی چې احتمال لري د طالبانو مشر پکې سپور و.
او د افغانستان حکومت دواړو د طالبانو د مشر وژل کېدل تایید کړي دي.








