ملي امنیت: بلوچستان کې د امریکا برید ملا منصور وژلی

 د پاکستان بلوچستان ایالت احمد وال سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید د ځای ګوماني انځور

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان بلوچستان ایالت احمد وال سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید د ځای ګوماني انځور

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، د طالبانو مشر ملا <link type="page"><caption> اختر محمد منصور</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/05/160522_hh-_profile_akhtar_mansour" platform="highweb"/></link> د پاکستان بلوچستان ایالت کې د امریکا هوايي برید کې وژل شوی. وړاندې امریکا ویلي وو، چې ملا منصور یې پاکستان کې په نښه کړی، چې شاید وژل شوی وي.

د ملي امنیت په یوه ویناپاڼه کې ویل شوي: ''اختر محمد منصور تېر مازدیګر په ۳:۴۵ بجو د پاکستان بلوچستان ایالت دالبندین په نوم سيمه کې په یو هوايي برید کې له منځه تلی دی''.

د افغانستان څارګره اداره وايي، ملا منصور له ډېر وخت راهیسې تر څارنې لاندې و، چې بالاخره تېره ورځ په یوه موټر کې له خپلو ملګرو سره یوخای په نښه او له منځه ولاړ.

ملي امنیت دا نه دي ویلي، چې برید د چا له خوا شوی.

وړاندې، د امریکا دفاع وزارت 'پنتاګون' په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د طالبانو د مخکیني مشر ملا محمد عمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور یې په یوه هوايي برید کې نښه کړی. پنتاګون وايي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما پخپله ددغه برید امر کړی دی.

د امريکا د دفاع وزارت وايي دوى د پاکستان او افغانستان په پوله لرې پرتې سيمې کې د طالبانو د مشر د نښه کولو لپاره يو لړ بريدونه ترسره کړي دي.

د امريکا د دفاع وزارت ددې بريدونو د تاييد پرمهال ويلي دي چې " اوس هم ددې د پايلو ارزونه کوي". پنټگان وايي " منصور د بريدونو طرحه کولو کې فعاله ونډه درلوده چې له امله يې ملکي افغانانو، امنيتي ځواکونو او ايتلافي ملگرو ته گواښ متوجه و."

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، د امریکا له خوا پر ملا اختر منصور هوايي برید تاییدوي. ارګ وايي، ملا منصور په وار- وار د افغان حکومت له خوا د جګړې ختمولو او د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو غوښتنې رد کړې دي.

ملا منصور

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملا منصور د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۵ کلونو ترمنځ موده د سوېلي کندهار ولایت میوند ولسوالۍ اړونده یوه سیمه کې زیږېدلی.