د بغداد صدر ښار کې خونړی موټربم برید شوی

د عکس سرچینه، AFP GETTY
د عراق پلازمېنې بغداد الصدر ښار د ولسي وګړو د ګڼې ګوڼې په یوه ډک ولسي بازار کې موټربم چاودنې لږترلږه ۶۴ کسان وژلي او ۸۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د عراق پوځي او روغتیايي سرچینو بي بي سی ته ویلي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.
ویل کېږي ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.
سرچینې وايي، شاید د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.
د برید پړه د (اسلامي دولت) په نامه ډلې منلې ده، چې تر ډېره پر شیعه ملېشو بریدونه کوي.
دغه ډله د عراق پر پراخو شمالي او لوېدیځو سیمو واکمنه ده.
ویل کېږي په چاودنه کې ځینې ودانۍ او موټر هم سخت زیانمن شوي دي.

د عکس سرچینه، AP
په تېره فبرورۍ کې د عراق صدر ښار د ګڼې ګوڼې په یوه مارکیټ کې دوو چاودنو لږترلږه ۷۰ کسان ووژل.









