عراق کې موټربم چاودنې '۲۴ کسان وژلي'

د عکس سرچینه، AP
د عراق امنیتي سرچینې وايي، د عراق پلازمېنې بغداد په سوېل ختیځ 'نهروان' سیمه کې موټربم چاودنې ۲۴ شیعه زیارت کوونکي وژلي او ۳۸ نور یې ټپیان کړي دي.
چاودنه د څارویو یوه ګنج ته څېرمه شوې، چې هلته موټر درول شوی و.
د راتلونکې دوشنبې په ورځ د شیعه ګانو د اوم امام موسی کاظم د مړینې مراسم دي.
په پام کې ده چې د بغداد شمال الکاظمیه ښار کې د امام موسی کاظم زیارت ته زرګونه شیعه ګان ورشي.
رپوټونه وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او د وژل شویو او ټپیانو شمېر شاید ډېر شي.
دا برید داسې مهال شوی، چې عراق دا مهال له سیاسي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی. د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي د سیاسي اصلاحاتو راوستلو درشل کې د ناکامۍ له کبله له سخت فشار سره مخامخ دی.
تر اوسه د دغې چاودنې پړه چا نه ده منلې، خو ''اسلامي دولت'' ډلې په عراق کې وړاندې دا ډول بریدونه کړي.
داعش دا مهال د عراق پر پراخو لوېدیځو او شمالي سیمو واکمن دی.
د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په هوايي ملاتړ عراقي ځواکونو په وروستیو کې ځینې سیمې له دې ډلې ونیولې.








