د بغداد چاودنو کې"۳۱" کسان وژل شوي

ويل کېږي د بريد هدف د پوځ يوه قومنداني وه

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، ويل کېږي د بريد هدف د پوځ يوه قومنداني وه

د امنیتي او روغتيايي چارواکو په وينا د عراق پلازمېنه بغداد کې د دوو بمي چاودنو له امله لږ ترلږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

ويل کېږي دغه چاودنې د شيعه ګانو په ګڼ مېشتي صدر ښار کې شوې دي.

تر ټولو لوی دوه خونړي بریدونه په صدر ښار کې وو، چې د 'اسلامي دولت' ډلې له خوا وشول. په دغو دوو بریدونو کې لږترلږه ۳۸ کسان ووژل شول او ۸۵ نور یې ټپیان کړل.

"اسلامي دولت" نومې ډلې پر انټرنېټ يوې خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې او وايي "دوو ځانمرګو په صدر ښار بريد کړی دی".

وړاندې عراقي چارواکو ويلي وو، په دغه بريد کې ۱۳ سرتېري او پوليس وژل شوي دي.

د بريد هدف په ابو غريب کې د پوځ يوه قومنداني وه. ويل کېږي په روان کال کې دا په بغداد کې يو تر ټولو خونړی بريد دی.

د ترلاسه شويو راپورونو له مخې لومړی د دوو موټر له امله چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو چاودنه رامنځ ته شوې وه او وروسته د داعش ډلې او عراقي ځواکونو تر منځ ډزې هم شوې وې.

په يوه راپور کې د عراقي پوځ له خولې ويل شوي، "حالت اوس تر ولکې لاندې دی او په دغه سیمه کې ګرځبنديز لګېدلی دی".

ويل کېږي حالت اوس تر ولکې لاندې دی او په دغه سیمه کې ګرځبنديز لګېدلی دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ويل کېږي حالت اوس تر ولکې لاندې دی او په دغه سیمه کې ګرځبنديز لګېدلی دی

تاوتريخوالی او بريدونه په بغداد کې عام دي خو ويل کېږي، په ۲۰۱۴ کال کې کله چې "اسلامي دولت" نومې ډلي جګړه پيل کړه ډېری اورپکي د عراق نورو برخو ته د جګړو لپاره ولېږدېدل.

اوس مهال د عراق ځينې برخې د تش په نامه "اسلامي دولت" ډلې تر ولکې لاندې دي.