بغداد کې چاودنو تر ۲۰ ډېر کسان وژلي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د عراق پلازمېنه بغداد کې چاودنو تر ۲۰ ډېر کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.
تر ټولو خونړۍ چاودنه د موټر بم په مټ د خرڅلاو په یوه بازار کې شوې ده.
پولیس وايي، د چارشنبې په ورځ د بغداد په سوېل لوېدیځ (البیاع) شیعه مېشتې سیمې (شهیدانو کلي) بازار کې د موټر بم په مټ چاودنې لږترلږه ۱۸ کسان ووژل.
بله چاودنه د بغداد په شمال ختیځ (حي الشعب) کې شوې، چې پنځه کسان پکې وژل شوي دي.
فرانس پرېس خبري آژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حواله ویلي، د پوځ او پولیسو د تلاشۍ پوستو کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي.
خو یوې طبي سرچینې یاد آژانس ته ویلي، برید د موټر په مټ شوی.
تر اوسه ددغو بریدونو پړه هېڅ کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې.
په تېرو ورځو کې د عراق پلازمېنه بغداد د یو لوړ خونړیو بریدونو شاهده وه.
د تېرې سې شنبې په ورځ هلته دوو بریدونو لږترلږه ۳۰ کسان ووژل.
د سې شنبې د برید پړه ''اسلامي دولت'' ډلې منلې، چې وايي، شیعه وسله وال یې په نښه کړي دي.
ملګرو ملتونو د روانې میاشتې لومړیو کې وویل، په تېرو ۱۶ میاشتو کې عراق کې شاوخهوا ۱۵ زره کسان وژل شوي دي.








