د سوریې کړکېچ: حلب کې اوربند پیل شو

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، له روسیې سره په سوریه کې د اوربند غځولو په تړاو یوې هوکړې ته رسېدلي، چې حلب ښار هم په دې اوربند کې شامل شي.
د سوریې پوځ وايي د پنجشنبې ورځې له ګهیځ په حلب کې اوربند پیل شو.
له تېرو درو اونیو راهیسې د سوریې دویم لوی ښار حلب د خونړیو جګړو او د څه باندې ۲۵۰ کسانو د وژل کېدو شاهد و.
د سوریې رسمي خبري اژانس ویلي، پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حلب ښار کې به د پنجشنبې په ګهیځ یوه بجه د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي، د سوریې جګړه کې پاموړ کموالی راغلی، خو لاهم جګړه روانه ده.
کېري زیاتوي، امریکا او روسیه د دښمنانه اعمالو درېدل له نژدې څاري، او اړمنو خلکو ته به مرستې ورسولې شي.
په نیویارک کې د سوریې د وضعیت په تړاو غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د اوربند د هوکړې هرکلی کړی دی.

د عکس سرچینه، AP
بل خوا، د جرمني پلازمېنه برلین کې د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران د سوریې له وتلي مخالف ریاض حجاب او سوریې ته د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن دي میستورا سره جرګه شوي دي.
دي میستوار د سوریې دویم لوی ښار حلب کې د جګړې درېدو لپاره د ژر لاس په کار کېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړی وايي، که چېرې دغه اوربند ونه شي، پایلې به یې ناوریني وي.

د عکس سرچینه، AP
بل خوا، پاریس کې د مې پر نهمه سوریه کې د غیر جهادي مخالفو ډلو د ملاتړو هېوادونو د وزیرانو غونډه جوړېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، Reuters








