د اسامه وژل کېدو کلیزه؛ سي آی اې د عملیاتو جزییات ټویټ کړي

هغه عکس چې سپینې ماڼۍ پنځه کاله وړاندې د بن لادن د وژلو شیبه کې خپور کړ.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هغه عکس چې سپینې ماڼۍ پنځه کاله وړاندې د بن لادن د وژلو شیبه کې خپور کړ.

د امریکا څارګرې ادارې (سي آی اې) د اسامه بن لادن د وژل کېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د القاعدې پر بنسټګر د امریکایي کومانډو سرتېرو د عملیاتو شېبه په شېبه جزییات ټویټ کړي دي.

اسامه د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې په خپل پټنځای کې د امریکایي کومانډو ځواکونو لخوا <link type="page"><caption> ووژل شو</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/05/110502_as_osama_kill" platform="highweb"/></link>.

سي آی اې د ۲۰۱۶ کال مې میاشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ په خپل ټویټر حساب کې ویلي چې ددې عملیاتو بېلابېل پړاوونه <link type="page"><caption> ټویټ کوي</caption><url href="https://twitter.com/CIA/status/726803126125121536" platform="highweb"/></link>.

د سي آی اې ټویټونو کې ټول پړاوونه شامل دي چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لخوا د بن لادن پر هستوګنځي د برید له فرمانه پیلېږي او د هغه تر ښخېدو پورې دوام کوي.

سي آی اې په دې وروستیو کې د هغې پېښې جزییات په خپل وبسایټ کې <link type="page"><caption> خپاره کړي دي</caption><url href="https://www.cia.gov/news-information/featured-story-archive/2016-featured-story-archive/minutes-and-years-the-bin-ladin-operation.html" platform="highweb"/></link>.

د سي آی اې دا اقدام د کاروونکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی او تر ډېره منفي ښکاري.

د مثال په ډول، یوه کاروونکي د سي آی اې تویټونه "خندوونکي او د شرم وړ" بللي دي.

بل کاروونکي لیکلي، "چا خو به د سي آی اې تویټر نه وي هک کړی؟ دا ترټولو بده ایډیا ده."