اوباما: اسامه په پاکستان کې وژل شوی

اسامه بن لادن
د عکس تشریح، وړاندې امریکا ویلي ول چې اسامه د پاکستان په شمال لوېديځو سیمو وخت ناوخت ګرځي راګرځي.

د امريکا ولسمشر براک اوباما د اسامه بن لادن د وژل کېدو خبر تاييد کړ ويې ويل چې دی د پاکستان په خاوره کې اسلام اباد ته ور څېرمه د اېبټ اباد په سيمه کې د امريکا ځانګړو ځواکونو وژلی دی.

ده وويل چې د اسامه مړی اوس له امريکايانو سره دی.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما څو شېبې وړاندې د سي ان ان تلوېزيوني شبکې له لارې د اسامه بن لادن د وژل کېدو اعلان وکړ.

ښاغلي اوباما په څرګندو ټکو کې وويل چې له اسلام سره په جګړه کې نه دي، دا ټيک هغه خبره ده چې پر افغانستان د بريد پر مهال پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش هم کړې وه، خو روانه جګړه یې 'صلیبي جګړه' بللې وه.

<link type="page"><caption> د اسامه د وژل کېدو کیسه</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/05/110502_hh-how-osama-killed.shtml" platform="highweb"/></link>

د امريکا ولسمشر وويل چې اسامه بن لادن د مسلمانانو رهبر نه وو ، بلکې په وينا يې د امريکايانو په ګډون يې زیات مسلمانان هم وژلي دي.

ده وويل هر څوک چې له سولې او انسانيت سره مينه لري، هغه به د ده مړینه ولمانځي.

ولسمشر اوباما نړۍ ته په خپله وينا کې څرګنده کړه چې اوس عدالت تامين شو او په وینا يې هغه هدف يې تر لاسه کړ چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې په لټه کې وو.

اوباما وویل چې د اسامه د وژلو عملیات د امریکا ځانګړ ځواکونو ترسره کړل، چې په وینا یې په پاکستان کې یې د هغه د پټن ځای په اړه په تېره اګست میاشت کې مالومات ترلاسه کړي ول.

د اسامه د وژل کېدو په خبر سره د سپينې ماڼۍ مخې ته ګڼ امریکایان راغونډ شوي ول.

د سپتمبر د ۱۱ بریدونه
د عکس تشریح، د ویلو ده چې پر امریکا د ۲۰۰۱ د سپتمبر د بریدونو پړه بن لادن او د هغه القاعده ډلې پرغاړه واخیسته.

د ویلو ده چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر تر بریدونو وروسته امریکا د اسامه بن لادن په لټه کې وه، خو ایله نژدې لس کاله وروسته د هغه په وژل کېدا وتوانېده.

امریکا وړاندې هم ویلي ول، چې اسامه بن لادن د پاکستان په شمال لوېديځو سیمو کې ګرځي راګرځي.

شنونکي په دې اند دي چې د اسامه په وژل کېدو به د هغه پلویان د امریکا له متحده ایالتونو او لوېديځ څخه د غچ اخیستو هڅه وکړي.

د ویلو ده چې پر امریکا د ۲۰۰۱ د سپتمبر د بریدونو پړه بن لادن او د هغه القاعده ډلې پرغاړه واخیسته.