د الوتکې نسکورېدو پېښه کې د اسامه کورنۍ غړي وژل شوي

د عکس سرچینه، PA
د سعودي سفارت وايي د بريتانيا په همپشاير سيمه کې را پرېوتلې الوتکه کې د القاعدې ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د کورنۍ غړي سپاره وو.
دغه پېښه د بلک بوش هوايي ډګر ته څېرمه رامنځ ته شوې، چارواکي وايي په دې پېښه کې پيلوټ او د الوتکې درۍ سپرلۍ وژل شوي دي.
بريتانيا کې د سعودي سفير محمد بن نواف ال سعود، د دې پېښې له کبله د بن لادن له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
پرون (جمعه ۳۱جولای) دغه الوتکه له ولکې وتلې او له هوايي ډګر سره نژدې را پرېوتلې وه.
د سعودي عربستان سفارت ويلي له بريتانوي چارواکو سره يو ځای کار کوي چې په دې پېښه کې د وژل شويو کسانو مړي سعودي عربستان ته ولېږدوي.
دغه الوتکه د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د کورنۍ د غړو وه چې د ايټاليا له ميلان څخه بريتانيا ته تله.
پوليس وايي په پېښه کې په الوتکه کې سپاره ټول څلور کسان مړه شوي او د پېښې په سيمه کې بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د هوايي پېښو د پلټنې ډله وايي د پېښې ځای ته يې دپلټنې لپاره ټيمونه استولې دي.








