د روسیې په سوېل کې د پولیسو پر پوستې ځانمرګی برید شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې په سوېل کې د ستاروپول سیمې پولیسو تایید کړې چې د هغوی پر یوې سیمه ییزې پوستې برید شوی دی. د پولیسو په وینا، یوه ځانمرګي ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چولي او دوه نور یې د پولیسو لخوا ویشتل شوي دي.
د روسیې په سوېل کې د ستاروپول سیمې پولیسو تایید کړې چې د هغوی یوه سیمه ییزه پوسته په دې سیمه کې تر برید لاندې راغلې ده.
د پولیسو په وینا، یوه ځانمرګي برید کوونکي نن دوشنبې (اپرېل ۱۱مه) د پولیسو یوې پوستې مخې ته ځان سره لېږدوونکي بم ته چاودنه ورکړه.
د پولیسو مامورینو دوه نور بریدګر په ډزو ووژل.
تراوسه څرګنده نه ده چې دغو دوو بریدګرو هم د ځانمرګي برید اراده لرله کنه.
د چارواکو په وینا، په دې برید کې بل چاته زیان نه دی اوښتی.
کومه پوسته چې د برید هدف ګرځېدلی د نووسلیتسکوی کې واقع دی چې د ستاروپول په ۱۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.




