روسیه کې د الوتکې لوېدو ۶۲ مسافر وژلي

د عکس سرچینه، Reuters

په روسیه کې ځايي چارواکو ویلي، ددغه هېواد په سوېل کې رستوف نا- دونو ښار ته څېرمه یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې چې لږترلږه ۶۲ کسان پکې سپاره وو، چې ټول پکې وژل شوي دي. الوتکه د فلای دبۍ شرکت ده.

ځايي چارواکي وايي، الوتکه د شنبې پر ګهیځ په روستوف هوايي ډګر د کښېناستو پرمهال ولوېده.

د سیمې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاندې مارینا کوتسیوکوفا ویلي "په الوتکه کې ۵۵ مسافر او ۶ د الوتکې عمله سپاره وو، چې له دبۍ نه روسیې ته د سفر پرمهال په روستوف هوايي ډګر د کښېناستو پرمهال ولوېده".

نوموړې وايي، تر لوېدو شېبه وروسته په الوتکه کې اور ولګېد، خو د اوروژنې کسانو یې د وژلو هڅه وکړه.

د عکس سرچینه، AFP

وړاندې، سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، د الوتکې ټوله سپرلۍ (۶۱ کسان) په پېښه کې وژل شوي، خو د روستوف چارواکي ویلي، ډېری مسافر روسان دي.

په روستوف کې د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ویلي، امکان لري چې په مسافرو کې درې بهرنیان وي.

فلای دبۍ شرکت په ۲۰۰۹ کال فعالیت پیل کړ، چې تر نورو هغو یې ټکټونه قیمته وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فلای دبۍ شرکت په ۲۰۰۹ کال فعالیت پیل کړ، چې تر نورو هغو یې ټکټونه قیمته وو.

ځینې نور رپوټونه وايي، د لید لپاره هلته هوا ډېره خرابه وه او د پېښې پرمهال تېز بادونه هم لګېدل.

د روسیې "لایف چینل" خبري تلوېزیون ویلي، الوتکه له سلو مترو نه پر ځمکه لوېدلې ده.

د روسیې "تاس" خبري آژانس ویلي، د پېښې پرمهال سخت باران ورېده، او د بېړنیو پېښو وزارت د لا نورو قوي بادونو خبرداری ورکړی و.

په دبۍ کې د دغې الوتکې شرکت پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي "فلای دبۍ د پېښې په اړه خواشینی دی. د دبۍ له نړیوال هوايي ډګره دغه FZ981 الوتنه د ګرینویچ پر وخت ۱۸:۲۰ بجې پیل شوه، چې هدف یې روستوف هوايي ډګر ته رسېدل وو".

اوروژونکې ډله په الوتکه کې د لګېدلي اور په وژلو توانېدلې ده

د عکس سرچینه، AFPRussia Emergency Ministry

د عکس تشریح، اوروژونکې ډله په الوتکه کې د لګېدلي اور په وژلو توانېدلې ده

فلای دبۍ شرکت په ۲۰۰۹ کال فعالیت پیل کړ، چې د نړۍ ۹۰ سیمو ته تر نورو هغو ارزانه الوتنې کوي.

دبۍ فلای شرکت ویلي، دوی هېڅ داسې کره معلومات نه لري، چې د لوېدلې الوتکې کومه مسافر یا عمله دې ژوندی پاتې وي.

په الوتکه کې ۳۳ ښځې، ۱۸ نارینه او ۴ ماشومان او ۷ عمله وو.

وژل شوي د لاندې هېوادونو دي:

  • روسیه: ۴۴ کسان
  • اوکراین: ۸ کسان
  • هند: ۲ کسان
  • ازبکستان: یو کس