روسیې کې الوتکه نسکوره شوه، ۵۰ کسان وژل شوي

روسیې کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په کاذان ښار کې یوه الوتکه پر هوايي ډګر د کوزېدو پر مهال نسکوره شوه او ۵۰ کسان په کې ووژل شول.
د امریکا متحده ایالتونو کې جوړه شوې بویینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه له مسکو نه کاذان هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته ځغاست لیکې سره ټکر شوه.
روسیې کې د بېړنیو حالاتو وزارت چارواکو ویلي، الوتکه کې ښپږ کسه د الوتکي پیلوټان او کارکوونکي او ۴۴ سپرلۍ موجود وو.
چارواکي وايي، الوتکه د تاتارستان هوايي شرکت اړوند وه او له ځايي وخت سره سم ماښام شپږ بجې تباه شوه.
د وژل شویو کسانو هغه نوملړ کې چې روسي ویبپاڼو خپور کړی، د روسیې ایالت تاتارستان د ولسمشر زوی اریک مینخانوف هم شامل دی. وژل شویو کې دوه ماشومان هم شته.

روسي خبري اژانس انټرفاکس د روسیې ولسمشرۍ ویندوی دیمتري پېسکوف له قوله ویلي، چې ولسمشر ولادیمر پوتین د پېښې په باب خواشینې څرګنده کړې.
د نوموړي په وینا د پېښې پلټنو لپاره یو پلاوي ټاکل شوی، خو تر اوسه د پېښې په باب سملاسي عوامل نه دي معلوم شوي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې پایلټ دوه ځلې د الوتکې کښېنولو هڅه وکړه او دریم ځل الوتکه وغورځېده.
له پېښې وروسته د تاتارستان مرکز کاذان هوايي ډګر تړل شوی دی.
له مسکو نه د بي بي سي ډینیل سیفورډ وايي، اوس د روسیې لوی هوايي شرکتونه خوندي بلل کېږي، خو لا هم نړۍ کې د روسیې کوچنیو هوايي شرکتونو ته د شک په نظر کتل کېږي.








