هندي معبد کې د اورلګېدو قربانیان تر سلو واوښتل

هندي معبد کې د اورلګېدو قربانیان تر سلو واوښتل هندي پولیس وايي، د سوېلي کیرالا ایالت پوتینګال ښار په یوه معبد کې د اورلګېدو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر سلو اوښتی او تر ۲۰۰ ډېر نور پکې سخت سوځېدلي دي.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، اور د شنبې ورځې له ماسپښین وروسته هغه مهال ولګېد، چې په معبد کې له مذهبي مراسمو وروسته اورلوبه پیل شوه.
ویل کېږي د اورلوبو لمن د دغې لوبو د توکو زېرمې ته ورسېده.
د اور له لګېدو سره د معبد ودانۍ سوځېدلې او لوېدلې ده، چې پکې ځینې ایسار کسان مړه شوي.
ایالتي چارواکو د اورلګېدو د لامل معلومولو امر کړی.
د کیرالا ایالت د کورنیو چارو وزیر رامش چنیهالا وویل: "دغه معبد هر کال د فسټیوال په پای کې د اورلوبو شاهد وي. دا مهال مرستندویان هڅه کوي تر کنډوالې لاندې کسان راوباسي".


د عکس سرچینه، CMO Kerala
رپوټونه وايي، پولیسو د مذهبي مراسمو پرمهال د پوتینګال په دې معبد کې د اورلوبو اجازه نه وه ورکړې.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د پېښې سیمې ته تللی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، په کلم معبد کې د اورلګېدو پېښه زړه بوږنوونکې وه.

د عکس سرچینه، CMO Kerala
په هندي معبدونو کې اورلوبې کومه نوې خبره نه ده، خو په دغو لوبو کې ډېر ځلې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عکس سرچینه، AFP








