په هندي معبد کې خزانه وموندل شوه

د هند د سوېلي ولایت کیرالا د یوه معبد ترځمکې لاندې په پټو خونو کې د میلیاردونو روپیو په ارزښت خزانه وموندل شوه .
د ''سري بادمانبهاسوامي'' معبد په دې پټه خزانه کې سره او سپین زر او قیمتي ډبرې موندل شوې .
داسې انګیرنه ده چې دغه شتمنۍ تر یوې پېړۍ پورې د معبد په دې پټه خونه کې موجودې وې، چې په لرغونې زمانه کې د د ترافانکور مملکت راجه ګانو خښې کړې دي .
په رسمي توګه ددې خزانې ارزښت نه دی ټاکل شوی، خو هندي چارواکي یې په رایستلو بوخت دي .
پولیسو ویلي، چې لږترلږه د یوې اوونۍ په اوږدو کې به د خزانې توکي راوباسي .
۵۰۰ میلیون ډالره
نارسمي راپورونو ویلي، تر څلور ورځنیو پلټنو وروسته، اوس څه – ناڅه په ډاګه شوې چې په دې معبد کې د شاوخوا ۲۵ میلیارد هندي روپیو (۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو) په ارزښت توکي شته .
خو تاریخ پوهان وايي چې د خزانې د اصلي او دقیق قیمت ټاکل ګران کار دی .
هندي چارواکو د معبد شاوخوا سیمې سخت امنیت نیولی دی .
د کیرالا ایالت مشر اومین چاندي ویلي پولیسو ته یې امر کړی چې د معبد شاوخوا امنیت ټينګ کړي او ۲۴ ساعته پیرې وکړي .
ستره محکمه
د ویلو ده چې د ترافانکور مملکت واکمنو د سري بادمانابهاسوامي پټ معبد په اوولسمه پېړۍ کې جوړ کړ .
په سیمه ییزو افسانو کې راغلي چې د ترافانکور پاچاهانو ددغه معبد په کوزنۍ برخه او ډبرینو دېوالونو ترشا ډېرې شتمنۍ خښې کړې دي .
په ۱۹۴۷ کال د برتانیا له استعمار وروسته هند ددغه معبد د څارنې چارې په ترافانکور کې د واکمنۍ کورنۍ لمسیانو ته وردغاړه کړې .
وروسته له هغه چې په هند کې سترې محکمې اوو غړو ته د معبد د پټو خونو د کشف شوو ستمنیو د ارزولو چارې وسپارلې، په معبد کې د پلټنې چارې هم ورسره پیل شوې .
ویل کېږي چې په دغه پلټنه کې دوې هغه خونې هم دي، چې د لومړي ځل لپاره ۱۳۰ کاله وړاندې پرانیستل شوې دي .








