'٪۹۰ اعدامونه ایران، عربستان او پاکستان کې شوي'

پنځه کاله وړاندې د ایران قزوین ښار کې د اعدام د مراسمو خپور شوی انځور

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، پنځه کاله وړاندې د ایران قزوین ښار کې د اعدام د مراسمو خپور شوی انځور

د بښنې نړیوال سازمان پخپل یوه تازه راپور کې ویلي، له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې تېر کال په نړۍ کې ډېر کسان اعدام شوي. په ۲۰۱۵ کلې ۱۶۳۴ کسان اعدام شوي. له چین پرته کابو ۹۰ سلنه اعدامونه ایران، عربستان او پاکستان کې شوي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په تېرو ۲۵ کلونو کې تېر کال کمساري اعدامونه شوي دي.

دغه سازمان وايي، په ۲۰۱۵ کال کې لږترلږه ۱۶۳۴ کسان اعدام شوي، چې د وړم کال د اعدامونو په پرتله ۵۰ سلنه ډېروالی ښيي.

۲۰۱۵ کې اعدامونه

ددغو اعدامونو نژدې ۹۰ سلنه یې په ایران، پاکستان او سعودي عربستان کې شوي.

په دې اعدامونو کې چین نه دی حساب شوی، چې د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، غالباً هلته زرګونه کسان پټ اعدام شوي وي چې کره شمېرې او ثبت یې نه شته.

بل خوا، دغه سازمان وايي، د لومړي ځل لپاره ځینو هېوادونو د اعدام سزا لغوه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چین لاهم د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی، چې ډېر کسان پکې اعدام شوي. هلته په ۲۰۱۵ کال د اعدام شویو کسانو شمېر زرګونه اټکل شوی چې ویل کېږي زرګونه نور د اعدام شېبې شمېري.

ایران تېر کال ۹۷۷ کسان اعدام کړي، چې ډېری یې له نشه يي توکو د اړوندو جرمونو په تور بندیان وو، خو وړم کال ایران ۷۴۳ کسان اعدام کړي وو.

ایران تېر کال ۹۷۷ کسان اعدام کړي، چې ډېری یې له نشه يي توکو د اړوندو جرمونو په تور بندیان وو، خو وړم کال ایران ۷۴۳ کسان اعدام کړي وو.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ایران تېر کال ۹۷۷ کسان اعدام کړي، چې ډېری یې له نشه يي توکو د اړوندو جرمونو په تور بندیان وو، خو وړم کال ایران ۷۴۳ کسان اعدام کړي وو.

دغه سازمان وايي، په اعدام شویو کې لږترلږه څلور داسې کسان وو چې عمرونه یې د جرم او تورنېدو پرمهال تر ۱۸ کلونو ټيټ وو، چې دا کار له نړیوال قانون ښکاره سرغړاوی دی.

دغه سازمان وايي، پاکستان هم د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې د اعدامونو په بیا پیلولو سره د 'دولت په اجازه د پراخې وژنې لړۍ' پیل کړې ده.

پاکستان تېر کال لږترلږه ۳۲۶ کسان اعدام کړي.

په سعودي کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله تېر کال په اعدامونو کې ۷۶ سلنه ډېروالی راغلی، چې د بښنې د نړیوال سازمان په وینا هلته تېر کال ۱۵۸ کسان اعدام شوي.

د سعودي په اعدامونو کې له ډېری تورنو سرونه غوڅ شوي، خو چارواکو په ځینو اعدامونو کې تورن په ډزو ویشتلي، ځینې وخت یې د اعدام شویو مړي په علني میدان پرېښي دي.

تېر کال امریکا د اعدامونو له اړخه پنځم هېواد ګڼل شوی، چې ټول ټال یې ۲۸ کسان اعدام کړي، چې دا له ۱۹۹۱ کال راهیسې هلته د اعدام لږ کچه ښيي.

د بښنې نړیوال سازمان د مصر او سومالیا په څېر ځینې نور هېوادونه هم د ډېر اعدام ترسره کوونکي په توګه په ډاګه کړي.

سیتا زینب یوه له هغو دوو اندونیزیايي ښځو وه، چې د سعودي چارواکو د ۲۰۱۵ کال په اپریل میاشت کې اعدام کړه

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، سیتا زینب یوه له هغو دوو اندونیزیايي ښځو وه، چې د سعودي چارواکو د ۲۰۱۵ کال په اپریل میاشت کې اعدام کړه