تر بېرته نیول کېدو وروسته د تدمر ښار زیانونو نوي انځورونه

د عکس سرچینه، AFP
څو ساعته وروسته له هغه چې د سوریې امنیتي ځواکونو د تدمر ښار له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې بېرته ونیوه، ددې لرغوني سیمې نوي انځورونه خپاره شوي دي.
د یونسکو نړیوال میراث دا انځورونه د داعش لس میاشتني اشغال په موده کې د تدمر ویجاړی بربنډوي.
که څه هم ځېنې ارزښتناک ځایونه یې ویجاړ شوي، خو ویل کېږي ددې لرغوني ښار ډېره برخه پر خپل حال پاتې ده.
د سوریې د لرغونو میراثونو د سازمان رییس مامون عبدالکریم وایي، چارواکو "د لا بدو ورانیو انتظار درلود."

د عکس سرچینه، AFP
خو هغه فرانس پرېس ته ویلي، "د سیمې عمومي منظر ښه وضعیت لري"
د سوریې ولسمشر بشار الاسد له داعش څخه د تدمر بېرته نیول له "ترهګرۍ سره جګړه کې" "مهمه لاسته راوړنه" بللې ده.
پوځي سرچینې وایي، د سوریې پوځيان د روسي الوتکو په مرسته له څو ورځو جګړو وروسته د تدمر ښار او ورڅېرمه لرغوني ودانۍ "بشپړ کنټرول" ترلاسه کړی دی.
د کرملین ویاند ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، بشار الاسد ته ددې بریا مبارکي ورکړې ده.
کرملین ویلي، ښاغلی اسد پوهېده چې د تدمر عملیات "د روسیې له ملاتړ پرته ممکنه نه و."

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
داعش د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې د تدمر ښار او ورڅېرمه لرغونې ودانۍ له دولتي ځواکونو ونیولې. دې ډلې له ځنډ پرته هغه لرغونپوه وواژه چې ۴۰ کاله ددې لرغوني سیمې د ساتنې مسوول وو.
تدمر د پلازمېنې دمشق او د هېواد په ختیځ کې د دیرالزور ښار په مسیر کې پرته مهمه ستراتیژیکه سیمه ده. دیرالزور اوسمهال د داعش په ولکه کې ده.
داعش د تدمر تر نیولو وروسته د لرغونو اثارو ځېنې برخې لکه ، د نصرت طاق او د مړو یادګار څلي ویجاړ کړل چې له نړیوالې غصې او غندنې سره مل و.
داعش دا اثار د شرک او بُت پرستۍ نښه بولي.
د سوریې پر بشري حقونو د څار ډله چې برېتانیا کې ده وویل، د تدمر په جګړه کې د داعش لږ ترلږه ۴۰۰ جنګیالي وژل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ د یوې وینا په خپرولو سره وویل، د داعش ۱۵۸ځایونه یې په نښه کړي او تر ۱۰۰ ډېر جنګیالي یې وژلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AFP








