''اسلامي دولت'' د سوریې تدمر ښار لرغونپوه 'اعدام' کړی

د عکس سرچینه، Getty
د سوریې د لرغونو آثارو مشر وايي، ''اسلامي دولت'' ډلې د دغه هېواد په لرغوني تدمر ښار کې لرغونپوه خالد الاسعد، چې د دغه ښار د لرغونو توکو مشري ور د غاړې وه، اعدام کړی دی.
خالد الاسعد د روان کال په لومړیو کې هغه مهال د ''اسلامي دولت'' ډلې له خوا وتښتول شو، چې پر دغه لرغوني ښار یې ولکه ټينګه کړه.
یونیسکو تدمر ښار د نړۍ یو لرغونی میراث ګڼلی و.
د سوریې د لرغونتوکو عمومي مشر مأمون عبدالکریم وايي، د ۸۲ کلن الاسعد کورنۍ ورته ویلي، چې د ''اسلامي دولت'' ډلې جنګیالیو نوموړی د تېرې سې شنبې په ورځ اعدام کړی دی.
الاسعد له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې د تدمر ښار د آثارو مشر پاتې شوی.

د عکس سرچینه، Getty
عبدالکریم وايي ''فرض کړئ چې ددغه په شان د یوه داسې عالِم، چې نه هېرېدونکي خدمتونه یې کړي، سر غوڅېږي، او د تدمر لرغوني ښار په منځ کې یې مړی او سر پر یوه تاریخي ستنې پورې ځړول کېږي.''
''اسلامي دولت'' په تېره مې میاشت کې تدمر ښار <link type="page"><caption> ونیو.</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2015/05/150520_bm_islamic_state_captures_part_of_palmyra_iraq" platform="highweb"/></link>

د عکس سرچینه، Getty
ددغه ښار د ویجاړولو پرمهال د یادې ډلې د یوه وسله والو له خوا اخیستل شوې وېډیو کې ښکاري، چې دوی په عراق او سوریه کې ځینې تاریخي آثار ړنګ کړي دي، خو تر اوسه د تدمر ښار د ویجاړۍ د کچې معلومولو په اړه کره معلومات نه شته.

د عکس سرچینه، Getty








