د یمن عدن کې ځانمرګو بریدونو ۲۲ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د یمن چارواکي وايي ددغه هېواد په سوېل ختیځ عدن کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه د ''اسلامي دولت'' ډلې درو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۲۲ کسان وژلي چې ۱۰ یې ولسي وګړي.
بریدونه د نړیوالو له خوا د عبد ربه منصور هادي په مشرۍ د پېژندل شوي حکومت اړوندو ځواکونو د تلاشۍ پوستې ته نژدې شوي دي.
د یمن چارواکوا فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، دوې چاودنې هم مهاله د عدن لوېدیځ ''الشعب'' کلي کې وشوې، بیا وسله والو په څېرمه ''البریقة'' سیمه کې د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړ.
خو د ایتلاف اپاچي الوتکو مرکز ته څېرمه د وسله والو پر مورچلو بمبار وکړ.
درېیم برید، چې غالباً موټربم برید و، د عدن منځ ''المنصورة'' سیمې ته نژدې د تلاشۍ یوه ځای ته نژدې وشو.
د درو واړو بریدونو پړه ''اسلامي دولت'' ډلې پرغاړه اخیستې ده.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن حوثي شیعه یاغیانو پرضد له یوه کال راهیسې بمبارۍ کوي.

د عکس سرچینه، AFP
ایتلافي ځواکونو تېر کال عدن ښار له حوثي یاغیانو ونیو.
سعودي وايي، له حوثیانو سره د ایران ملاتړ دی، خو حوثیان دا خبره ردوي.
د یمن په جګړه او د ایتلاف د بمباریو له پیل راهیسې تر ۶۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.








