د امریکا او کیوبا ولسمشرانو په هاوانا کې ليدلي

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپل تاريخي سفر په دوهمه ورځ د کيوبا د ولسمشر راول کاسټرو سره ليدلي دي.
پلازمینې هاوانا ته د اوباما دا سفر د کلوین کولیج تر سفر ۸۸ کاله وروسته ترسره کېږي. کولیج په ۱۹۲۰ لسیزه کې د امریکا د ولسمشر وو.
ښاغلی اوباما د کیوبا له ولسمشر راول کاسټرو سره ګوري او دواړه مشران به پر سوداګرۍ او سیاسي اصلاحاتو خبرې خبرې وکړي. د کیوبا د انقلاب له مشر فیډل کاسټرو سره لیدنه د اوباما په پلان کې نشته.
اوباما هاوانا ته تر رسېدو وروسته، په خپل ټوییټر کې ولیکل: "د کیوبا له خلکو سره مخامخ خبرو او د هغوی غږ اورېدو ته په تمه یم."
هاوانا ته د ښاغلي اوباما تر رسېدو وړاندې لاریون کوونکي ونیول شول.
پولیسو د یوې کلیسا له مخې د "سپینې ډلې" لسګونه لاریون کوونکې ونیولې. دا اعتراض کوونکې کیوبا کې د سیاسي زندانیانو مېرمنې دي.
اوباما له خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره کیوبا ته تللی او تر رسېدو ساعت وروسته یې د امریکا سفارت له کارکوونکو سره ولیدل او ویې ویل چې دا سفر "یوه تاریخي کتنه او یو تاریخي فرصت دی."
د اوباما د کورنۍ غړي د هاوانا په لرغونو سیمو کې تر ګرځېدو وروسته یوې کلیسا ته هم ننوتې.

د عکس سرچینه، Reuters
هاوانا کې د بي بي سي خبریال سام فرزانه وایي، ټول ښار د اوباما سفر ته خوشحاله دي.
"په لارو او کوڅو کې مې چې خلکو سره خبرې وکړې، ټول هیله من وو چې د ښاغلي اوباما سفر د خلکو د اقتصادي وضعیت بدلون سبب شي. ډېرو دې کسانو فکر کاوه چې د کیوبا توکمه امریکایانو په پانګونې سره به هاوانا کې کسب او کار پرمختګ وکړي. لږو نورو یې باور درلود چې د دولت له څارنې پرته، دا پانګونه به د پړسوب سبب شي."
خبریالان وایي، دا سفر د امریکا او کیوبا په اړیکو کې د فوق العاده بدلون په معنا دی.

د عکس سرچینه، AP
د کارپوهانو په خبره ددې سفر پر اهمیت په کافي اندازه ټینګار نشي کېدای، په ځانګړې توګه تر همدې تېرو ۱۸ میاشتو پورې د کیوبا پر خاورې د امریکا ولسمشر ګام اېښودو تصور هم نه کېده.
ښاغلی اوباما او ښاغلی کاسټرو به نن ماښام په رسمي مراسمو کې د یو بل ترڅنګ کېني، په یوه خبري کنفرانس کې به ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ به خبرې وکړي.
سپینې ماڼۍ نه ده څرګنده کړې چې که د کیوبا دولت وغواړي یا نه، بارک اوباما به له سیاسي ناراضیانو سره وګوري. په دې کې به "سپینې ډلې" ښځې هم شاملې وي.
اقتصادي بندیزونه
خو دا کتنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بشپړه توګه عادي نه کړي.
پر کیوبا د امریکا ۵۴ کلن بندیزونه لا هم پر خپل ځای دي او یواځې د کانګرس پر رایه لرې کېدای شي. ورسره کیوبا د امریکا پوځ لخوا د ګوانتانامو خلیج پر اشغال اعتراض لري.
خو خبریالان وایي چې د اړیکو د ښه کولو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي.
د دواړو هېوادونو مشرانو په ۲۰۱۴ کال کې موافقه وکړه چې د اړیکو کنګل مات کړي. د دواړو هېوادونو اړیکي تر ۱۹۵۹ کال انقلاب وروسته په هاوانا کې امریکا پلوي دولت ړنګېدو سره پرې شوې.
له همغه مهاله تراوسه، دواړو لورو د لرې اړیکو قراردادونه لاسلیک کړي او ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې پیل شي. ورسره دواړو هېوادونو د پولیسي او چاپیریال ساتنې برخو کې د همکاریو هوکړه هم کړې ده.
د یکشبنې په ورځ د سټارووډ هوټل جوړونې شرکت هم په هاوانا کې د څو هوټلونو عصري کولو موافقه وکړه ترڅو لومړنی امریکایی شرکت شي چې دغه هېواد ته بېرته ورګرځي.
تمه نه کېږي چې ښاغلی اوباما د کیوبا د انقلاب له مشر فیډل کاسټرو سره وګوري. کیوبایي ورځپاڼو د یکشبنې په ورځ د فیډل کاسټرو او د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو ګډ لوی انځورونه چاپ کړل.
کارپوهانو وویل چې ددغو انځورونو خپرول، د اوباما د سفر په اړه د کمونست ګوند دننه د دوه ګونو متناقضو احساساتو څرګندونه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters








