امریکا له ۵۴ کلونو وروسته په کیوبا کې خپل سفارت پرانیست

د عکس سرچینه، AFP
د کیوبا په پلازمېنې هاوانان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امریکا متحده ایالتونو خپل سفارت پرانیست.
په دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې، یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو او د نورو هېوادونو ډیپلوماتانو ګډون کړی وو.
د امریکا بیرق په سیمه ییز وخت د سهار په ۱۰:۳۷ په کیوبا کې پورته شو.
وروستی ځل چې د امریکا بیرق هاوانا کې رپېده، ۱۹۶۱ زېږدیز کال ؤ.

د عکس سرچینه، EPA
تر دې مخکې د کیوبا پخواني انقلابي مشر فیډل کاسترو په یوه سرخلاصي لیک کې امریکا ته لیکلي ول چې د سوداګریزو بندیزونو له کبله امریکا له کیوبا څخه په میلیونونو ډالره پوروړې ده.
د ښاغلی کاسترو په لیک کې د امریکا د سفارت د پرانستل کېدو څه نه دي ویل شوي.
د امریکا بیرق هغو درو امریکايي سمندري پوځیانو بېرته پورته کړ چې د ۱۹۶۱ کال د جنورۍ په ۴ یې ښکته کړی ؤ. دغه پوځیان اوس تر ۷۰ کلونو لوړ عمر لري او تقاعد یې کړی دی.
په ۱۹۵۹ کال کې چې د فیډل کاسترو له اوږدې مبارزې وروسته انقلاب بریالی شو، له امریکا سره د کیوبا اړیکې به بشپړ ډول له مینځه ولاړې.

د عکس سرچینه، Getty
د امریکا سي آي اې سازمان ډېره هڅه وکړه چې د کیوبا حکومت د جلاوطنو کیوبایانو په کارولو له مینځه یوسي خو بریالی نه شو.
د فیډل کاسترو وژلو لپاره ۶۰۰ ځلې بېلابېلې هڅې شوي خو په وژلو یې څوک بریالي نه شول.
په ۲۰۰۶ کال کې وروسته له هغه چې فیډل کاسترو د روغتیايي ستونزو له کبله واک خپل کشر ورور راول کاسترو ته وسپاره، د دې تمه پیدا شوه چې له امریکا سره به اړیکې ښې شي.
له څو کلونو راهیسې د امریکا او کیوبا ډیپلوماتیکې اړیکې مخ به ښه کېدو دي او کیوبا له امریکا غوښتي چې خپل اقتصادي بندیزونه دې لېرې کړي.

د عکس سرچینه، AP
تېره اونۍ کیوبا د امریکا په واشنګټن ښار کې خپل سفارت پرانست.








