فیډل کاسټرو تر ۱۴ میاشتني غیاب وروسته راڅرګند شو

د عکس سرچینه، Reuters
د کیوبا مخکینی ولسمشر فیډل کاسټرو تر ۱۴ میاشتني غیاب وروسته، د لومړي ځل لپاره په هاوانا کې د یوه سیمه ییز ښوونځي د کتلو پرمهال راڅرګند شوی دی.
ښاغلي کاسټرو په دې ښوونځي کې د وینزویلا له ځینو چارواکو او پلاوي سره کتلي دي.
دغه پلاوی له کیوبا سره د وینزویلا د همغږۍ اعلانولو لپاره کیوبا ته تللی دی.
د کیوبا رسنیو ویلي، ۸۸ کلن انقلابي مشر لاهم هماغسې فعال انسان دی.
کاسټرو په وروستي ځل د تېر ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې په هاوانا کې د یوه کلتوري مرکز د پرانیستلو پرمهال راڅرګند شوی و.
ددغه مرکز مشري د کیوبا مشر هنرمند الیکسي لیوا مخته وړي.
د کیوبا خبري رسنیو دا ځل د کاسټرو انځورونه خپاره کړي، دي، چې په موټر کې سپور دی ، د بیسبال لوبې جامې یې اغوستې دي او له کړکۍ نه د وینزویلا له پلاوي سره روغبړ کوي.
د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدا راهیسې وینزویلا په سیمه کې په تېلو بډایه هېواد پاتې شوي.

د عکس سرچینه، AP
کاسټرو د وینزویلا د مخکیني مړه شوي ولسمشر هوګو چاویز نژدې ملګری و، چې کیوبا ته یې د تېلو د ټیټې بیې معامله رامنځ ته کړه، خو مقابل کې یې کیوبا وینزویلا ته طبي او د ښوونې په برخه کې سلاکاران واستول.
خو فیډل کاسټرو په ۲۰۰۶ کال د ناروغۍ له کبله له واکه لیرې شو، خو په ۲۰۰۸ کال یې په رسمي توګه د خپل تقاعد اعلان وکړ او واک یې کشر ۸۳ کلن ورور راول کاسټرو ته وسپاره.
کاسټرو ځینې وخت ورځپاڼو ته کالمونه لیکي او پخپل کور کې له ځینو وتلو څېرو سره ګوري، خو ډېر کم په عام محضر کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، Granma

د عکس سرچینه، AP








