بلوچستان: د الله نذر بلوڅ په ګډون د ۶۶ کسانو د سرونو بیه ټاکل شوې

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستان کې د بلوچستان ایالتي حکومت د هغو ۶۶ کسانو د سر بیه ټاکلې، چې وايي د ممنوع اعلان شویو ډلو اړوند دي.
په دغو کسانو کې د ډاکټر الله نذر بلوڅ نوم هم شامل دی.
د نوموړي په اړه چارواکي ادعا کوي، چې د بلوچ لبریشن فرنټ نومي بیلتون غوښتونکي سازمان مشر دی.
د ایالتي حکومت کورنیو چارو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه کسان د پنځو سازمانونو اړوند دي، چې پکې بلوچ لبریشن ارمي، بلوچستان لبریشن فرنټ، بلوچ رپبلیکن ارمي، لشکر بلوچستان او بلوچستان رپبلیکن ګاردز نومي سازمانونه شامل دي.
دغه ټول سازمانونه د حکومت له لوري ممنوع اعلان شوي دي.
له یادو کسانو نه د بلوچ لبریشن فرنټ مشر ډاکټر الله نذربلوڅ د سر بیه پینځه میلیونه پاکستانۍ روپۍ اعلان شوې.
له دې مخکې چارواکو د نوموړي په اړه ادعا کوله، چې پروسږ کال د پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوی دی، خو بلوچستان لبریشن فرنټ نومي سازمان دغه ادعا رد کړې وه.
اوس د کورنیو چارو ادارې ویلي، چې د دغو کسانو د سرونو بیه له یو میلیونو تر پنځو میلیونو ټاکله شوې ده.








