د پنجاب د وژل شوي والي سلمان تاثير تښتول شوى زوى راخلاص شو

د عکس سرچینه، shahbaz
د پنجاب د پخواني وژل شوي والي سلمان تاثير تښتول شوى زوى کوټې سره نژدې د کچلاک له سيمې د عملياتو پر مهال له تښتوونکو راخلاص شوى دى.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير، چودري نثار علي خان وايي چې د هغه د موندلو لپاره گډ عمليات ترسره شوي او تمه ده چې شهباز تاثير به سبا له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شي.
نوموړي د شهباز تاثير د تښتوونکو په اړه له نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه، خو پوځ وايي د هغه د ژغورنې په تړاو د شوو عملياتو په اړه به ډېر ژر معلومات خپروي.
د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند، انوار کاکړ بي بي سي ته ويلي دي، چې د شهباز تاثير طبي کتنه شوې او روغتيايي وضعه يې ښه ده.
ده وويل چې نوموړي د خپلې کورنۍ له غړو سره خبرې هم کړې دي.
شهباز تاثير ٢٠١١ کال، لاهور کې په داسې حال کې چې خپل کور څخه دفتر ته روان و، تښتول شوى و.
تر دې دمه په دې اړه چې هغه چا تښتولى و په رسمي کچه څه نه دي ويل شوي.





