پاکستان: د والي سلمان تاثیر وژونکى اعدام شو

د عکس سرچینه، Reuters
پاکستان کې چارواکي وايي، هغه پولیس باډي ګارډ یې په دار ځړولی، چې د دغه هېواد د پنجاب ایالت پخوانی والي یې مذهب ته د سپکاوي قانون سره د مخالفت له کبله وژلی و.
ممتاز قادري ۲۰۱۱ کال کې اسلام اباد کې پر سلمان تاثیر ډزې وکړې او ویې واژه.
د دغې وژنې له کبله پاکستان کې هغه مهال ډېرې ناندرۍ رامنځته شوې، خو یو شمېر سخت دریځو اسلامپالو ممتاز قادري ته د اتل په سترګه کتل او هغه مهال یې د ده په حق کې مظاهرې وکړې.
اوس د نوموړي له اعدام کېدو وروسته امنیتي ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی دی.
زندان چارواکي وايي ممتاز قادري پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له ځايي وخت سره سم ګهیځ ۴ بجې او ۳۵ دقیقې د اعدام زندان سزا ورکړله شوه.
د نوموړي له اعدام کېدو څو ساعته وروسته د هغه پلویان سړکونو ته ووتل او د هغه اعدام کېده یې وغندل.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د بلوا ضد ځواکونو په ګډون ګڼ پولیس اسلام اباد کې د نوموړي کور شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي.

ممتاز قادري پولیس ځواک کې د کوماندو په توګه روزل شوی و او وروسته د سلمان تاثیر د ساتونکي په توګه وګومارل شو.
د ۲۰۱۱ کال جنورۍ کې نوموړي په رڼا ورځ د اسلام اباد یوه مارکیټ کې پر دغه سیاستوال ډزې وکړې، چې د هماغه کال په پای کې بیا محکمې نوموړی په اعدام محکوم کړ.
نوموړي ادعا وکړه، چې د تاثیر وژل یې مذهبي دنده وه.
د نوموړي قضیې پاکستان کې سختې ناندرۍ راپورته کړې، چې دا وروستیو کلونو کې پکې د سخت دریځو ډلو نفوذ ډېر شوی دی.
مذهبي محافظه کارانو قادري ونازاوه او لومړی ځل محکمې ته د نوموړي وړاندې کېدو پر مهال د هغه پلویانو پر هغه ګلونه وشیندل.
سلمان تاثیر مذهب ته د سپکاوي پر پاکستاني قانون سختې نیوکې کولې او دغه قانون کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کوله.
نوموړي دغه راز د یوې عیسوي مېرمنې اسیه بي بي دفاع کوله، چې 2010 کال کې د دغه قانون له مخې د اعدام په سزا محکومه شوې وه.
مذهب ته سپکاوی پاکستان کې یوه خورا حساسه موضوع ده. پر دغه قانون نیوکه کونکي وايي، چې ډېری مهال له دغه قانون نه د لږکیو ځپلو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کېږي.








