د ممتاز قادري له جنازې وړاندې سخت امنیتي تدابیر نيول شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان د پنجاب ایالت والي سلمان تاثیر د وژونکي او پخواني پولیس سرتېري ممتاز قادري د جنازې پرمهال د لاریون اندېښنو سره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې امنیتي تدابیر کلک شوي دي.
ممتاز قادري د دوشنبې په شپه د پاکستان د راولپنډۍ ښار په اډیاله زندان کې اعدام شو او ټاکل شوې د جنازې لمونځ یې نن ماسپښین په راولپنډۍ کې ادا شي.
امنیتي ځواکونو د جنازې سیمه لیاقت باغ کې د عامو خلکو پر تګ راتګ بندیز لګولی او دغې سیمې ته غځېدونکي واټونه یې بند کړې دي.
ممتاز قادري د پنجاب ایالت د پولیسو سرتېری وو او د والي سلمان تاثیر د ساتونکو له ډلې وو. نوموړي د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ میاشت کې <link type="page"><caption> سلمان تاثیر په اسلام اباد کې په ډزو وواژه</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/01/110104_hh-islamabad-attack" platform="highweb"/></link>.

د عکس سرچینه، Other
قادري دعوه کوله چې سلمان تاثیر د اسلام سپکاوي ضد قانون سپکاوی کړی او د همدې لپاره یې هغه وژلی دی. ددغه قانون له مخې پاکستان کې اسلام ته سپکاوی د اعدام سزا لري.
د قادري په اعدامېدو سره تېره ورځ په اسلام اباد، راولپنډۍ، لاهور، کراچۍ او ځېنو نورو ښارونو کې لاریونونه وشول.
د ممتاز قادري د اعدام حکم مخالفان په سني تحریک او جماعت اسلامي مذهبي ډلو پورې تړلې دي او تمه کېږي چې د هغه په جنازه کې هم په ډېر شمېر کسان ګډون وکړي.
قادري وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې هم د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا دوه ځله په اعدام محکوم شوی وو.

د عکس سرچینه، Reuters
په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان سترې محکمې قادري د ترهګرۍ له توره سپین وخېژاوه خو د هغه د اعدام سزا یې تایید کړه. په همدغه کال کې د پاکستان ولسمشر د قادري د بښنې غوښتنه رد کړه.








