نړيوالو په يوۀ خولۀ د سلمان تاثير وژنه وغندله

د پاکستان د پنجاب ايالت والي سلمان تاثير لومړنى لوړ پوړى پاکستانى چارواکى دى چې په تيرو درو کلونو کې وژل کيږي .
درې کاله وړاندې پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو وژل شوې وه .
دا وژنې د پاکستان د سياسي تربگنيو او ترينگلي حالت ښکارندويي کوي .
سلمان تاثير هم د بېنظير بوټو په څير د پيپلز گوند غړى و ، ازاد خياله او د اسلام پالو د ځينو نظرونو مخالفى کس و .
په ملگرو ملتونو کې د پاکستان سفير حسين حقاني بي بي سي ته وويل چې د والي سلمان تاثير د وژنې دليل هم ښايي همدا وي :
(( دا ښکاره ده چې سلمان تاثير د خپل زړور دريځ له امله په نخښه شوى دى ، هغه دريځ چې دين ته د سپکاوي په نامۀ انسان جوړ کړى قانون و ، ډير خلک په دې باور دي چې پر دغه قانون بايد له سره غور وشي . دا د پاکستان لپاره د دوو جلا نظرونو خبره ده ، د ځانگړو تيوريو خاوندان او ديموکراتان جلا نظر لري . ))
د ملگرو ملتونو سرمنشي بن کي مون د سلمان تاثير وژنه غندلې ده .
ښاغلي بن کي مون د پنجاب وژل شوى والي د پاکستان د يوۀ لوى مشر له منځه تگ وبالۀ .
د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د پنجاب د والي وژڼه پاکستان ته لويه ضايعه بللې ده .
په واشنگټن کې د بهرنيو چارو د وزارت په يوۀ خبرپاڼه کې ويل شوي چې سلمان تاثير د پاکستاني حکومت او ولس له هغو هلو ځلو سره مرسته کوله چې غواړي هيواد ته سوله او ثبات ستون کړي .
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيڅ د سلمان تاثير پر وژنې هېښتيا ښوولې ده او وايي پاکستان يو ښه مشر له لاسه ورکړ .
د برتانيا د حکومت مخالفې کارگر گوند يوۀ وياند پر برتانيايي حکومت غږ کړى چې د اسلام پالې اورپکۍ په څير ننگونو کې له پاکستان سره مرسته وکړي .
د اروپايي ټولنې لوړ پوړو ديپلوماتانو هم د پنجاب د والي وژنه غندلې ده. اروپايي ټولنې په يوه خبرپاڼۀ کې له پاکستاني حکومته غوښتي چې د دغې پېښې عاملين ژر تر ژره ونيسي او محاکمه يې کړي .
د بشري حقونو د څار ټولنې د سلمان تاثير په باب ويلي چې دى يو کم سارى سياستوال و چې خپل ژوند يې قرباني کړ .








