بلوچستان کې سېلابونو ۱۴ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان بلوچستان ایالت کې د بارانونو له کبله راوتلو سېلابونو لږترلږه ۱۴ کسان وژلي او ګڼ کورونه یې زیانمن کړي دي.
پنځه کسان د جمعې په ورځ د سېلابونو له کبله وژل شوي. د کوټې ښار هم تېره شپه د سېلابونو شاهد و. پښین کې هم سېلابونه راغلي.
د پښین په حاجي زیو سیمه کې باران د یوه کور چت نړولی، چې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او درې ښځې سختې ټپیانې شوې دي.
په وژل شویو کې درې نارینه، یوه مېرمن او یو ماشوم دی.
وړاندې هم هلته بارانونه شوي وو.
د پاکستان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ویلي، د سېلاب راتلو له کبله د یوې بلې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي.
همداشان، په چاغي، مستونګ او لورالای کې د پیلبو (اسماني برېښنا) له کبله څلور کسان وژل شوي.

د عکس سرچینه، AFP
بل خوا، په کوټه ښار کې هم بارانونو خلکو ته ډېر مالي زیان اړولی، چې تر ډېره یې سریاب سیمه اغېزمنه کړې ده.
د پاکستان د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې وړاندېینه کړې، چې شاید تر دوه – درې ورځې نور هم بارانونه وشي، چې د لا نورو سېلابونو راوتلو وېره شته.

د عکس سرچینه، AFP








