د سولې تر خبرو وړاندې د سوریې پر حکومت 'فشارونه'

د عکس سرچینه، Reuters
لویدیځو قدرتونو د سوریې حکومت د هغو هڅو غندنه کړې چې د دوشنبې ورځې سولې نویو خبرو اترو اجنډا لپاره محدودیتونه رامنځته کوي. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم د شنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هر ډول خبرې رد کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پر دمشق تور پورې کړې چې "هڅه کوي دغه بهیر ګډوډ کړي."
په تېر سپمتبر کې سوریه کې د روسیې د هوایي بریدونو تر پیلېدو وروسته، د ملګرو ملتونو په مشرۍ خبرې لومړنۍ جدي دیپلوماتیکه مداخله ښيي.
د بي بي سي خبریاله بیتاني بېل وایي، دیپلوماتان هیله من دي د جینیوا په خبرو کې سوریه کې د فبروۍ نازک او قسمي اوربند ټینګ وساتي چې د تاوتریخوالي په کچه کې یې کموالی راوستی دی.
خو له دغو خبرو هیلې ډېرې کمې دي.
ښاغلي کيري وار له مخه د یکشنبې په ورځ د فرانسې، جرمني او برېتانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي دي.
تېره میاشت د جګړې ډېرو خواوو د دښمنیو پر پایته رسېدو موافقه وکړه. خو اسلامي دولت (داعش) نومې ډله او د القاعدې شبکې څانګې پکې شاملې نه دي.
د قسمي او موقتي اوربند هدف دا و چې جګړه کې ښکېلې خواوې او د هغوی بهرني ملاتړي ددغه پنځه کلنې جګړې د پایته رسېدو لپاره نوې هڅې پيل کړي.
خو ديپلوماتیک نزاع هغه مهال پیل شو چې ښاغلي معلم وویل، پر نویو ولسمشریزو ټاکنو بحث به په اجنډا کې نه وي. "دا د سوریې د وګړو ځانګړی حق دی."
د سوریې مخالفینو اصلي چتر ډلې، د خبرو اترو عالي کمېټې وویل، مخ شرطونه به دا خبرې آن له پیلېدو وړاندې په ټپه ودروي.

د عکس سرچینه، Reuters
د یکشنبې په ورځ ښاغلي کېري وویل، معلم "په څرګنده هڅه کوي چې دا بهیر ګډوډ کړي." هغه زیاته کړه، د سوریې حکومت ملګري، روسیه او ایران دا څرګنده کړه چې " سیاسي لېږد باید حتمي رامنځته شي او موږ باید په یو مهال ولسمشریزې ټاکنې ولرو."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین مارک ایرالټ وویل، د سوریې "پارونې" بده نښه ده او دا ښيي چې اوربند ته لېوالتیا نه لري."
د خبرو اترو عالي کمېټې د یکشنبې په ورځ وویل، دوی به د موقت حکومت لپاره هلې ځلې وکړي چې په هغې کې ولسمشر بشار الاسد او د اوسني رهبري غړي هېڅ رول ونه لري.
جنیوا کې غیرمستقیمې خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب ترسره کېږي. د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي سټیفن ډیمسټورا ویلي، دی غواړي په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې سوریه کې ولسمشریزې ټاکنې وشي.
د ولسمشر بشار الاسد برخلیک د پخوانیو خبرو اترو پروړاندې هم یو له خنډونو وو. وروستۍ خبرې په تېر فبروي میاشت کې له کومې موافقې پرته له ماتې سره مخ شوې.
د سوریې په روانه پنځه کلنه کورنۍ جګړه کې له ۲۵۰ زرو ډېر سوري وګړي وژل شوي او ۱۱ میلیونه نورو خپل کورونه پرېښي دي. د سوريې حکومتي پوځيانو د روسیې د هوایي ملاتړ په پایله کې په وروستیو میاشتو کې د مخالفو اورپکو پروړاندې ځېنې پرمختګونه درلودل.









