'د سوریې حکومت او روسیه سیاسي نۀ، پوځي حل غواړي'

داسې څرګندې اشارې شته چې د یوه سياسي هغه پر ځای نیت د پوځي حل موندلو دی
جان کېري

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، داسې څرګندې اشارې شته چې د یوه سياسي هغه پر ځای نیت د پوځي حل موندلو دی جان کېري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سوریې حکومت تورن کړی چې د خپلې متحدې روسیې په ملاتړ، د سوريې کورنۍ جګړې ته د سیاسي حل پر ځای د پوځي حل په لټه کې دی.

ښاغلی کېري د ملګرو ملتو په منځګړیتوب په ژنیوا کې کې د سوریې د سولې خبرو له ځنډېدو وروسته، غږېده.

د سوریې حکومت مخالفینو د خبرو د ناکامۍ پړه پر هغو درنو هوايي بمباریو واچوله چې د روسيې له خوا د دوی پر سنګرونو شوې دي.

د مخالفینو مرکچي بسام کودماني بي بي سي ته وویل، چې واشنګتن او لویدیځوالو ته پکار دي چې یو څه وکړي او یوازې په ویناوو بسنه ونه کړي.

واشنګتن او لویدیځوالو ته پکار دي چې یو څه وکړي او یوازې په ویناوو بسنه ونه کړي
بسام کودماني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، واشنګتن او لویدیځوالو ته پکار دي چې یو څه وکړي او یوازې په ویناوو بسنه ونه کړي بسام کودماني

د سوريې د حکومت مشر مرکچي بشار الجعفري ادعا وکړه چې په خپله مخالفین د خبرو د ځنډیدو مسول دي. خو د ملګرو ملتو ځانګړی استازی سټیفان دې مېستورا وايي د روانې میاشتې په پای کې به د خبرو د بیا پیلولو هڅه وشي. د نوموړي په وینا:

''دا پای نه دی او نه هم د خبرو نابریالیتوب''

د چهارشنبې په ورځ جان کېري واشنګټن کې وویل:

''د روسیې په مرسته د سوري حکومت له لوري پر هغو سیمو، چې د مخالفینو په کنترول کې دي پرلپسي بمباري او د حکومتي ځواکونو له لوري د سلګونه زره ملکي کسانو محاصره د دې څرګندې اشارې دي، چې د یوه سياسي هغه پر ځای نیت د پوځي حل موندلو دی.''

د سوریې حکومت مخالفینو د خبرو د ناکامۍ پړه پر هغو درنو هوايي بمباریو واچوله چې د روسيې له خوا د دوی پر سنګرونو شوې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوریې حکومت مخالفینو د خبرو د ناکامۍ پړه پر هغو درنو هوايي بمباریو واچوله چې د روسيې له خوا د دوی پر سنګرونو شوې

د نوموړي په وینا 'خبرو کې د ځنډ پر مهال باید نړیواله ټولنه پر یوه لور حرکت وکړي، چې په وینا یې هغه د سوریې ولس ستونزو حل او هلته د شته یرغل له منځه وړل دي، چې وايي دغه ستونزه د غځېدو پر ځای حل شي.'

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ځواکونو وړاندې اعلان کړی و چې د حلب په شمال لوېديځ کې يې د دوو ښارګوټو کلابندي ماته کړې ده.

د سوريې چارواکو په وينا د دغه پرمختګ له امله حلب ښار کې ياغيانو ته د اکمالاتو لار تړل شوې ده.

د شمېرو له مخې د سوريې په پنځه کلنه جګړه کې له ۲۵۰ زرو ډېر وګړي وژل شوي او له ۱۱ ميليونو زيات بېځايه شوي دي.