په اندونيزيا کې زوروره زلزله، د سونامي خبرداری

د عکس سرچینه، AFP
د امريکا د ځمکې پېژندنې ادراې (يو اېس جي اېس) په وينا د اندونيزيا په لوېديځ سمندر غاړه کې د ريکتر په کچه ۷،۹ زلزله راغلې ده.
تر اوسه د کوم ځاني يا مالي زيان په اړه معلومات نشته.
د امریکا د يادې شوې ادارې په وينا زلزله په ځايي وخت د ماښام پر اوو بجو شوې ده. د دغې ادراې په وينا د زلزلې مرکز په جنوب لوېديځ کې د دو پاډانګ ښار کې ۱۰ کیلومتره تر ځمکې لاندې و.
په اندونيزيا کې چارواکو په لوېديځ او شمالي سوماټرا او اچي کې د سونامي خبرداری هم ورکړی دی.
اسټراليا هم په کوکاس او کرسمس ټاپو کې د سونامې د راتلو وېره ښکار کړې ده. د دغه هېواد چارواکو له خلکو غوښتي چې له سمندر غاړو لرې لاړ شي.
بل خوا په هند کې چارواکو ویلي وو، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د سونامي د راتلو کومه وېره نشته. سريلانکا هم دغه ګواښ جدي نه دی ګڼلی.
د اسوشيېټېد پرېس خبري اژانس په وينا، د اندونيزيا په پاډانګ سيمه کې هم د څو ثانيو لپاره سخته زلزله شوې ده او خلک له خپلو کورونو بهر وتلي دي.
په ۲۰۰۴ کې د هند سمندر کې د ۸.۹ درجې زلزله شوې وه چې له امله د نړۍ په کچه تر ټولو خونړۍ سونامي راغلې او له ۲۰۰ زرو زيات کسان په کې وژل شوي وو.








