د څونامي ۲۰۰زره قربانیانو ته په بېلابېلو مذهبونو کې دعا وشوه
د هند سمندرګي کې د څونامي توپان لسمې کلیزې په مناسبت اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې، چې دغه توپان ځپلي وو، یادګاري مراسیم تر سره کېږي.
د اندونیزیا په باندا اچې کې زرګونه مسلمانانو ددغه ښار په جامع جومات کې د څونامي لسم تلین ولمانځه.

د عکس سرچینه، Getty
په نولسمه پیړۍ کې دغه جوړ شوی مسجد یوه له هغو ګوتو په شمیر ودانیو و چې په دغه ښار کې د زلزلې او له هغه وروسته د ټکانونو له امله ونه نړید. د اندونیزيا اچې ولایت کې، چې دغه توپان کې تر ټولو ډېره ځپله شوې سیمه وه، په یوه لویه هدیره کې مرستیال ولسمشر جوزیف کالا د یادګاري مراسیمو مشري کوي.
هغه توپان کې، چې تر سمندر لاندې زورورې زلزلې له کبله رامنځته شو، له ۲۰۰ زره ډېر کسان په کې وژل شوي وو.
د اچې مرکزي ښار باندا اچې کې د خبرو پر مهال ښاغلي کالا له ځايي رضا کارو او بهرنۍ نړۍ مننه وکړه، چې له هغې غمیزې یې د اچې راوتلو کې مرسته وکړه.
ښاغلي کالا وویل:"زرګونه مړي پر دغه ځمکه پراته وو. بې شمېره اوښکې، پر دغه ځمکه توې شوې، د غم، ویر او خفګان یو بوږنکونکی حالت و."

د عکس سرچینه، EPA
له دې مخکې د ښار په تاریخي جامع جومات کې زرګونه کسان د دوعا لپاره یو ځای شوي وو.
دغه جومات په ۱۹ پېړۍ کې جوړ شوی او د ښار له یوازې څو ودانیو یو دی، چې په څونامي توپان کې روغ رمټ پاتې شوی و.
د یاد جومات ملا امام عثمان اسماعیل وویل، څونامي اچې ته 'یو ګټور سبق' ثابت شو، چې وايي د یوې ۳۰ کلنې جګړې صحنه یې درلوده.
د نوموړي په وینا:"له څونامي راهیسې هېڅوک د یوه بل سره جګړه نه کوي، بلکې په سوله او همغږي کې ژوند کوي."
د جګړې پای ته رسولو لپاره د څونامي له پای ته رسېدو وروسته هلې ځلې په ۲۰۰۵ کال کې د حکومت او وسله والو مخلفانو تر منځ یې د سولې هوکړې په بڼه څرګندې شوې.

د عکس سرچینه، Getty








