جاپان: په زلزله کې تر ۱۰۰۰ ډېرکسان وژل شوي او ورک دي

د عکس سرچینه، AP
د جاپان په شمال ختيځ کې تر سختې زلزلې وروسته د ژغورنې هڅې پیل شوې دي .
د تېرې جمعې په ورځ د جاپان په شمال ختيځو سیمو کې تر سختې زلزلې وروسته د څونامي خبرداری هم ورکړل شوی و .
ژغورندویه ډلې وايي چې تر اوسه سلګونه مړي موندل شوي او سلګونه نور تر خاورو لاندې او ګڼ نور ورک دی .
د ژغورنې په دې عملیاتو کې د جاپان دفاع وزارت زرګونه د سلګونه الوتکو او بېړیو په مرسته پوځيان د مړو او ټپیانو په رایستلو بوخت دي .
<link type="page"><caption> انځورونه وګورﺉ</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/03/110312_japantsunami.shtml" platform="highweb"/></link>
د جاپان رسنیو ویلي چې ښايي په دې ناورین کې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي ول، او سلګونه نور بیا وروسته له هغه چې پر سیمو یې د اوبو څپې راغلې، تری تم دي .
د پلټنو او ژغورنو د سختو عملیاتو په ترڅ کې یوه داسې بېړۍ موندل شوې، چې شمالي ساحل ته څېرمه په کې ۸۱ کسان سپاره ول، خو ټوله سپرلۍ ژغورل شوې ده .
وروستیو رپوټونو د شنبې پر ګهيځ د ځمکې د لړزې خبرونه هم ورکړي دي، چې شدت یې ۶.۸ ته رسېده .
د څونامي د څپو شدت چې ځينې وخت به تر لسو مترو پورې رسېده، ګڼ کلي په بشپړه توګه په اوبو لاهو کړي دي .
په داسې حال کې چې په ساحلي سیمو کې ګڼ ګاډي او لرګين کورونه اوبو ورسره په مخه کړي، په جاپان کې د بل څونامي خبرداری ورکړی شوی او ځايي خلکو ته امر شوی چې لوړو ځایونو ته ځانونه ورسوي .

د عکس سرچینه، Reuters
د جاپان په شمال ختيځ څنډو کې له څلورو اورګاډو سره مخابراتي اړیکي پرې شوي دي .
زلزلې او څونامي 'سیندای' ښار تر ټولو ډېر زیانمن کړی، چې له 'میاجي' سره پروت دی، په دغه ځای کې د ژغورنې او کنډوالو د پلټنې پرمهال ۳۰۰ مړي موندل شوي دي .
او په 'فوکوشیما' کې بیا د خبرونو له مخې ۱۸۰۹۰ کورونه د څونامي له کبله ویجاړ شوي او د دغې سیمې په شمال ختيځ کې یو بند هم ړنګ شوی دی .
رپوټونه کاږي چې په پلازمېنه توکیو او ورڅېرمه سیمو کې هم ۲۸ کسان وژل شوي، او لاهم د زلزلې په سیمو کې د اور لمبې پورته کېږي .
د جاپان لومړي وزیر ناوتو کان د زیانمنو سیمو تر لیدو وړاندې د شنبې په ورځ د خپل حکومت بېړنۍ غونډه راغوښتې ده .
د چین او متحده ایالتونو په ګډون ګڼو هېوادونو جاپان ته د مرستندویه او ژغورنې د ډلو د لېږلو ژمنه کړې ده .
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي جاپان ته دا مهال د امریکا مرستندویه الوتکې رسېدلې دي، چې نورې هم پر لاره دي .
اټومي بټۍ
د حکومت له خوا تر خبرداري ورکولو وروسته د توکیو په شمال کې ۲۴۰ کیلومتره لیرې له فوکوشیما اټومي سیمې څخه د زرګونه نژدې اوسېدونکو کسان د ایستلو لړۍ هم پیل شوې ده .
په جاپان کې چارواکو په دغه سیمه کې د بېړنیو حالاتو اعلان کړی دی .

حکومت او ټلوالې دواړو د اوسني وضعيت د ښه کولو لپاره د اضافه بوديجې اعلان هم کړی ، او د جاپان بانک بیا د دوشنبې پر ورځ د دغې بودیجې د رسمي اعلانولو خبره کړې ده .
مرکزي بانک ویلي چې د ونډو د اوسني کړکېچن وضعیت د ضمانت لپاره به ډېر ژر خپل اقدامات وکړي .
زلزلې د تېلو او معادنو پر بیو سخت ناوړه اغېز وکړ، او د جاپان ګڼې بندري اډې ورسره وتړل شوې .
د توکیو د ونډو بازار ویلي چې تر دوشنبې پورې به د معمول په څېر خپل کار ته دوام ورکوي، خو د توکیو ناریتا نړیوال ډګر تر یوه وخت پورې تړل شوی دی .
تر زلزلې وروسته د جاپان شمالي سیمو ته د اورګاډو غځېدلې پټلۍ او لارې تړل شوې دي .







