د جاپان څونامي او زلزله
د عکس تشریح، د جاپان په شمال کیستیوما کې د څونامي د څپو له کبله کورونه او ګاډي تر خاورو لاندې شوي دي . د عکس تشریح، په زیانمنو شویو ودانیو کې ژغورندویه ډلې کار کوي، فابریکې تړل شوې او د اورګاډو تګ راتګ او د نړیوال هوايي ډګر کار هم د څه مودې لپاره په ټپه درېدلی دی . د عکس تشریح، ایواکي او فوکوشیما ښارونه تر نورو هغو ډېر زیانمن شوي او د ایواکي ښار پر واټونو اوبه اوښتې دي . د عکس تشریح، په توکیو کې له یوې زیانمنې شوې ودانۍ لوګي پورته کېږي . د عکس تشریح، د میتو ښار په یوه څنډه کې ولاړ ګاډي په خاورو کې پټ دي . د عکس تشریح، د کامایشي تلوېزیون له خوا خپاره شوي انځورونه چې د څونامي څپې ښيي . د عکس تشریح، ژغورندویه ډلې هڅه ک،ي چې زیانمنې شوې سیمې تخلیه کړي او تر زلزلې وروسته ټپيان له هغه ځایه وباسي . د عکس تشریح، کورونه، ګاډي او کنډې کپرې د جاپان په شمالي کیسیتوما ښار کې . د عکس تشریح، د جاپان په شمال ختيځ کې تر زلزلې وروسته خلک د یوې ودانۍ پر سر د ژغورندویې ډلې په انتظار ولاړ دي.د عکس تشریح، یوه کلیواله سیمه د څونامي څپو ځپلې ده. د عکس تشریح، د سونامي د څپو کښل شوې نقشهد عکس تشریح، د جاپان په شمال ختيځ سینډای ښار کې تر زلزلې وروسته توپاني څپهد عکس تشریح، د جاپان په شمال ختيځ سینډای ښار کې تر زلزلې وروسته خلک د لومړني ښوونځي په ړنګه شوې ودانۍ کې ګرځي.د عکس تشریح، تر پله لاندې له څونامي وروسته یو زیانمن شوی کور .