چیلي کې له زلزلې وروسته د څونامي کوچنۍ څپې

د عکس سرچینه، Reuters
چلي کې چارواکي وايي د هېواد مرکزي برخو کې یوه زوروره زلزله راغلې، چې وايي پلازمېنه سانتیاګو کې یې ودانۍ لړزولې دي.
د ریکټر په کچه د دغې زلزلې مرکز وايي له پلازمېنې ۲۳۲ کیلومتره لرې شمالي ساحلونو کې و.
تر اوسه د پنځو کسانو د مړینې رپوټونه ورکړل شوي دي او ویل کېږي، چې یو میلیون کسان په ساحلي سیمو کې له کورونو ایستل شوي دي.
په سوقیومبو ساحلې سیمې کې د زلزلې له کبله له سمندره تر څلور اعشاریه پنځو مترو پورې لوړې څپې پورته شوې دي.
د امریکا جیولوجیکل سروې مسوولینو په وینا دغه زلزله له ځايي وخت سره سم ماښام اووه بجې او ۵۴ دقیقې راغلې ده، چې وايي تر لسو کیلومترو پورې ژوروالی یې درلود.

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا جیولوجیکل سروې په لومړي سر کې د لزلزلې قوت اووه اعشاریه نهه ولیکه، خو ډېر ژر یې د دې پر ځای دغه قوت اته اعشاریه درې ولیکه. ویل کېږي، چې له زلزلې وروسته هم یو شمېر ټکانونه محسوس شوي دي.
ولسمشرې مېشیل باچیلیټ د خپل هېواد پر ملي تلویزیون د وینا پر مهال تایید کړه، چې دوې مېرمنې د ودانیو نړیدو له کبله او یو سړی د زړه سکتې له کبله پېښه کې وژل شوي دي.
هغې زیاته کړه زلزلې ځپلې سیمې ته به د پنجشنبې په ورځ سفر وکړي.
وروسته چارواکو د وژل شویو کسانو شمېر پنځه کسه یاد کړ او وايي یو کس بې درکه دی.
په پیرو، هووايي او د کالیفورنیا ځینو برخو او ان نیوزلاند کې هم له دغې زلزلې وروسته د څونامي خبرداری خپور شوی دی.
د ارجنټاین پلازمېنې بیونس ایرس په ګډون ځینو ولایتونو کې هم د زلزلې پیاوړي ټکانونه محسوس شوي دي. چیلي د نړۍ له هغو سیمو یوه ده، چې د زلزلو مرکزونه پکې ډېر فعال دي.








