د کډوالو شمېر کمولو لپاره د اروپايي ټولنې خبرداری

د عکس سرچینه، AFP
د اروپايي اتحادیې یو لوړ پوړی چارواکی وايي دغه اتحادیه لس ورځې وخت لري چې د کډوالو شمېر کم کړي که نه نو د خپلو پولو د ساتلو سیستم به یې له منځه ولاړ شي.
په پام کې ده چې د اروپايي اتحاديې مشران د مارچ میاشتې په ۱۷مه په ترکیه کې د کډوالو د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.
د اروپايي اتحادیې د کډوالو د چارو کمیشنر ډیمیټریس اورم پولوس په برسلز کې د کورنیو چارو د وزیرانو یوې غونډې ته ویل چې اوس د ګډ اقدام وخت دی.
په همدې حال کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کزنیف ویلي چې د فرانسې حکومت پلان نه درلود چې د هېواد په شمال کې د کډوالو کمپ د ده په خبره په ظالمانه ډول ویجاړ کړي.
په دغه کمپ کې چې د ځنګل په نامه مشهور دی له منځني ختیځه او افریقا نه راغلي په زرګونه کسان اوسېږي او هڅه کوي چې بریتانیا ته ځانونه ورسوي.
د کلی یو چارواکی وايي د پناه غوښتونکو کمپ په دې خاطر ویجاړېده چې د اوسېدو ښه ځای ورته برابر شي.

د عکس سرچینه،
د ځنګل په نامه کمپ کې ګڼ شمېر افغان ځوانان هم دېره دي.
له دې ډلې حیات سیرت وايي که د دغه کمپ یوه برخه ویجاړه کړای شي نو پناه غوښتونکي به له خپله هوډه ونه ګرځوي.
د اروپايي هېوادونو ترمنځ د کډوالو په اړه بحثونه په داسې حال کې تاوده شوي چې د بالکان او ځینو نورو هېوادونو د خپلو پولو کنټرول سخت کړی چې له امله یې ګڼ شمېر کډوال په یونان کې ایسار پاتې دي.

د عکس سرچینه، Getty








