سمندر کې د ډوبو شویو افغانانو مړي کابل ته ولېږدول شول

له سوریې وروسته له افغانستان نه ډېر کډوال اروپا ته تللي دي.
د عکس تشریح، له سوریې وروسته له افغانستان نه ډېر کډوال اروپا ته تللي دي.

د هغو افغان کډوالو مړي کابل ته ولېږدول او خاورو ته وسپارل شول، چې د مدیترانې په اوبو کې ډوب شوي وو.

ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو. افغانستان تر سوریې وروسته په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوړه شمېره جوړوي.

د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند یوې سيمې اوسېدونکو د هغو کسانو تابوتونه پر اوږو کړي وو چې له جنګ جګړو روغ وتلي خو کډوالۍ یې عمر ترې واخیست. د دغو مساپرو جسدونو اوږده لار وهلې تر څو خپلې هدېرې ته ورسول شول.

هغه کورنۍ چې خپلو مساپرو ته یې د دعا لاسونه پورته کول نن یې د جنازې لمونځ وکړ. په مړو کې یو مېرمن، یوه دیارلس کلنه نجلۍ او پنځه نارینه وو. د دغې کورنۍ یو شمېر خپلوان وايي د دوی د پنځو نورو غړو برخلیک لا معلوم نه دی:

''دوی ځوان هلکان وو، له دې امله چې دلته یې کار و بار نه وو، له دې ځایه یې د جرمني په تکل حرکت وکړ، خو په لار کې یې کیښتۍ ډوبه شوې او د دریو کورنیو ۱۲ تنه غړي پکې مړه شوي دي. پنځه مړي یې ورک دي، په تمه دي چې پیدا شي''.

''په هغه ورځ چې روانېده ماته یې ټیلیفون وکړ او خدای پاماني یې کوله، ما په تیلیفون کې ورته وویل چې مه ځه ډوبېږې. خو هغه راته وویل چې تر هرې ورځ څخه یوه ورځ مرګ ښه دی، چې هماغسې شول او خپلې هیلې ته ورسېد''.

عبدالغیور دلاوري د دوو ځوانو قربانیانو پلار دی، یو ځوان زوی یې لوړې زده کړې کړې وې چې د اقتصاد په وزارت کې یې دنده لرله. خو هغه وخت یې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له ترکیې د یونان په لور روان شوی و:

''اې وروره داسې ځوان مې له لاسه ورکړی، ښکلی ځوان و، د اقتصاد په وزارت کې مدیر و، ماسټري یې کړې وه. روزګار ورسره یاري ونه کړه او له وطنه تېښتې ته اړ شو، د خدای لپاره خپل هېواد مه پرېږدی''.

د مدیترانې په سمندرګي کې د ډوبو شویو کسانو کره شمېرې نشته. خو رسمي شمېرې ښيي یوازې په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په دې سره افغانستان تر سوریې وروسته دویم هېواد دی چې زیات شمېر وګړي یې لویدیځو صنعتي هېوادونو ته پناه وړې ده.

ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي وو
د عکس تشریح، ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي وو

په افغانستان کې زیاتره کورنیو ته چې وېرې او لږ ورځني عاید سره ژوند کوي، په دغه هېواد کې پاتې کېدل او یا ترې تلل یوه مهمه خبره بلل کیږي. زیاتره خلک پر دې فکر کوي چې په هېواد کې پاتې شي چې ووژل شي او که اروپايي هېوادونو ته مخه کړي چې ډوب شي.